د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د طالبانو په وروستي پیغام د لانګ وار ژورنال تبصره


  • لانګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال «Long War Journal» انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د خلکو په نوم د طالبانو وروستي پیغام ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې ویل کېدل، دا لیک له متحده ایالاتو سره د طالبانو د خبرو د پیل په مقصد خپور شوی، خو خپرونه لیکي:

په دې لیک کې برعکس د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې، څو طالبان وکولای شي په افغانستان کې یو ځل بیا حکومت وکړي.

په دې پیغام کې چې د تېرې اوونۍ په چهارشنبې ورځ خپور شو طالبانو ویلي، دوی ته د منلو وړ یوازنۍ لار دا ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او طالبان شرعي نظام نافذ کړي.

طالبانو د لیک په پیل کې ویلي، د امریکا د خلکو لپاره اوس هم ناوخته نه‌ده چې د طالبانو اسلامي امارت د افغانانو د استازي په توګه وپېژني او د افغانستان کړکېچ له ټولو ښکېلو اړخونو سره د رغنده ډیالوګ له لارې حل کړي.

لانګ وار ژورنال لیکي:

د طالبانو د اوږده پیغام اصلي هدف د پیل په دوو پاراګرافونو کې خلاصه شوی چې په یوه کې یې څو ځایه طالبان او اسلامي امارت په یو وخت کې جلا-جلا یاد کړي او افغان حکومت نه، بلکې طالبان‌یې د افغانستان د خلکو استازي بللي او په دوهم کې یې د سولې لپاره خپل شرایط ښودلي او ویلي یې دي چې د امریکا پوځ باید ووځي، څو د طالبانو اسلامي امارت بیا واک ته ورسېږي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

امریکایۍ ورځپاڼې سټارز اېنډ سټرایپس «Stars and Stripes» هند ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني وروستي سفر ته کتنه کړې.

روحاني له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ نوې ډېلي ته ورسېد او هلته‌یې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل چې یو یې د چابهار بندر د پراختیا تړون و.

سټارز اېنډ سټرایپس لیکي:

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر د ایران او لوېدیځ ترمنځ له اټمي موافقې د وتلو ګواښ کړی، هند چې اړیکې یې د امریکا له متحده ایالاتو سره په پراخېدو دي په یوه ستونزمن حالت او ابهام کې راګېر دی، خو ورځپاڼه لیکي:

ایران به د یوه تړون پر بنسټ په چابهار بندر کې د کانټینرونو یو ترمینل د یو نیم کال په مخه هند ته وسپاري.

هند وايي چې ښايي د چابهار د رغونې او له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د دې بندر د نښلولو لپاره د سړکونو او اورګاډي پر پروژو تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې لګښت وکړي.

سټارز اېنډ سټرایپس وړاندې لیکي:

هند په چابهار کې د دې لپاره پانګونه کوي چې د پاکستان له خاورې بهر په بله لاره له افغانستان او منځنۍ اسیا سره تجارتي اړیکې پراخې کړي، ځکه پاکستان په خپل قلمرو کې هند ته د ټرانزیتي لارې له ورکولو ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG