د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د افغانستان د پنبې پر مخ د سپین بولدک او تورخم دروازو د تړلو په اړه اندېښنې!


د افغانستان د پنبې صادروونکي وايي، پاکستان د تېر په څېر یو ځل بیا افغان صادروونکو ته ستونزې پېښې کړي او هغه هېواد ته‌یې، د افغانستان د پنبې صادرات بند کړي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، شااوخوا یوه میاشت کېږي چې پاکستاني پوځیانو د سپین بولدک او تورخم په بندرونو کې، د افغان صادروونکو په پنبې بار لسګونه لارۍ ایسارې کړي او اجازه نه‌ورکوي چې پاکستان ته لاړې شي.

د افغانستان د متشبثینو د ټولنې رئیس رحم‌الدین حاجي اغا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان، نه‌یوازې دا چې پنبه‌یې پاکستاني سوداګرو پلورله، بلکې له همدې لارې چین، هندوستان او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته هم رسېدله، خو پاکستان پر ته له دې چې مخکې له مخکې افغان حکومت خبر کړي، د پنبې صادرات‌یې بند کړي دي.

حاجي اغا وویل، د پاکستاني لوري د دغه اقدام له امله، له تېرې یوې میاشتې راهیسې افغان صادروونکو ته، درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.

رحم الدین حاجي اغا
رحم الدین حاجي اغا

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان دغه دوه دروازې خلاصې وې، خو اوس پرې د پنبې د صادراتو مخه نیول شوې ده، د دې له امله لږ تر لږه ۵۰۰ یا ۶۰۰ کارګران اوزګار شوي، ۱۷ یا ۱۸ فابریکې درېدلي او کروندګر زیانمن شوي دي، دغه ستونزه موجوده ده."

د افغانستان د متشبثینو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پنبې شااوخوا ۲۰ فابریکې شته چې همدا اوس په‌کې شااوخوا « ۲۰۰۰۰» ټنه پنبه ذخیره شوې ده.

پنبه تر ډېره ځایه په بلخ، هلمند، کندهار، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې تولیدېږي چې دانه‌یې په هېواد کې دننه مصرفېږي او خالص مالوچ‌یې له پروسس وروسته، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي.

په افغانستان کې د پنبې کروندګر
په افغانستان کې د پنبې کروندګر

د پنبې صادروونکي وايي، شااوخوا ۴۰ کاله مخکې د افغانستان پنبه د هېواد په فابریکو لکه جنګلک، ګلبهار، جبل‌السراج، افغان نساجي او داسې نورو کې په ټوکر بدلېدله، خو اوس د دغو فابریکو د درېدو له امله بهر ته صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د افغانستان صادراتي مالونو ته د کیفیت د تثبیت په نامه نوې فورمې په پام کې نیولي او دا هغه څه دي چې تثبت‌یې زیات وخت غواړي او د ده په خبره دا ډول فورمه تر اوسه د جنوبي اسیا په اکثرو هېوادونو کې پلې شوې نه‌ده.

د افغانستان د پنبې صادرونکو او د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د رامنځته شوې ستونزې هوارول، د دوی له توانه پورته دي.

دوی له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې له پاکستاني چارواکو سره دغه ستونزه هواره کړي.

ازادي راډیو ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو د وزارت نظر ولري، خو پرله‌پسې اړیکې مو ځواب نه‌شوې.

په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل چې د ستونزې هوارولو ته تدابیر نیول شوي دي.

مسافر قوقندي
مسافر قوقندي

دی وايي:

"دغه ستونزه چې رامنځته شوې، موږ یې په اړه د کرنې له وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره یوه بېړنۍ ناسته ترتیب کړې ده، خو هغه څه چې د پاکستان په خپلو صادراتو کې هم نه‌شته، له موږ يې غوښتي دي. باوري یم چې په راتلونکو څو ورځو کې به دغه ستونزه له ډیپلوماتيکو لارو څخه هواره شي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان صادرات او واردات د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې له ستونزو سره مخ کېږي، بلکې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هر کال په دغو بندرونو کې یو یا دوه ځلې ورته ستونزې رامنځته کېږي.

د دغو ستونزو په پام کې نیولو سره افغان حکومت هڅې تېزې کړي چې د پاکستان له بندرونو پرته، خپلې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د ایران د چابهار او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره، د شمالي بندرونو له لارې جوړې کړي چې په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG