د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ځیني وکیلان او سیاسي څېرې: حکومت کې دننه سیاسي ستونزې به ښې پایلې ونه‌لري


د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د ملي وحدت د حکومت د مشرانو له‎خوا خلکو ته د ورکړل شویو ژمنو په نه‌عملي کېدو د دوی اعتراف او ترمنځ‌یې د اختلافاتو د دوام موضوع، د ولسي جرګې او سیاسي څېرو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، په حکومت کې دننه د اختلافونو دوام او سیاسي ستونزې به ښې پایلې ونه‌لري.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو درې کاله تېرېږي، خو دوی تازه دغو نیمګړتیاوو ته متوجې شوي دي.

د ده په وینا، حکومت په دغې موده کې له خلکو سره د کړو ژمنو د عملي کېدو پر ځای په خپل‌منځي سیاسي اختلافاتو بوخت وو.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"په حکومت کې نيمګړتیاوې شته او څه چې اوس مطرح کېږي، په خواشینۍ سره چې دا مسایل د حکومت له جوړېدو راهیسې مطرح دي، هر چا دا هڅه کړې ده چې له حکومت نه ډېر امتیازات ترلاسه کړي، دا نه‌یوازې د حکومت حیثیت او مقام ته زیان رسوي، بلکې د خلکو ذهنیتونه هم له حکومته اوړي."

دا انتقادونه داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د پروان د نوي والي فضل‌الدین عیار د معرفي کېدو په مراسمو کې وویل چې د ملي وحدت حکومت خلکو سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي دغه‌شان ویلي چې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي او د دغه وضعیت دوام به خلک د دولت پر وړاندې درېدو ته اړ کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله د ستونزو اساسي لامل د ملي یووالي حکومت د هوکړه‎لیک نه‌عملي کېدل ګڼلي او ولسمشر ته په اشارې سره‌یې ویلي چې د واک انحصار به حالات نور هم خراب کړي.

خو ښاغلي عبدالله د یادو مواردو په اړه ډېر جزئیات نه‎دي ورکړي، خو تر دې وړاندې د واک د انحصار په تړاو په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره‌یې خپل شکایت مطرح کړی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست نظر هم واخلي، خو ارګ ماڼۍ په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر لوړپوړو حکومتي مشرانو د حکومت دننه اختلافاتو ته اشاره کړې ده.

د دغو سیاسي څېرو له ډلې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي، د قدرت د انحصار لپاره هڅه، د ده د نارضایتۍ لوی لامل دی.

خو له دې ټولو سره افغان سیاستوال احمد ولي مسعود وايي، دغه اختلافات یوازې د حکومتي مشرانو ترمنځ نه، بلکې د حکومت په ټولو برخو کې لیدل کېږي.

ښاغلي مسعود وویل، د افغان حکومت مشران د خپلو اصلي دندو پر ځای تر ډېره په خپلو شخصي کارونو او اختلافاتو بوخت دي.

افغان سیاستوال احمد ولي مسعود
افغان سیاستوال احمد ولي مسعود

دی وايي:

"تر اوسه دوی بریالي شوي نه‌دي چې له خپلو کارونو سم مدیریت وکړي او افغانستان ته یو ځانګړی لېدلوری وټاکي، څو له روان کړکېچن وضعیت نه ووځي او خلکو ته خدمت وکړي، دوی په خپلو کارونو کې پاتې راغلي او خلک ترې تمه نه‌شي کولای او نه دوی خلکو ته ژمنه ورکولای شي. په حقیقت کې دا حکومت به له سیاسي بحران سره مخ شي، باید په دې اړه له سره کتنه وشي."

ښاغلي مسعود ټينګار وکړ، که حکومت د دغو ستونزو هواري ته جدي پام وانه‌ړوي، د وضعیت دوام به نظام وننګوي.

نوموړی وړاندیز کوي چې حکومت باید د شته ستونزو د هواري لپاره په بنسټیزو پلانونو کار وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG