د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

یو شمېر نړيوالو رسنيو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړي


یو شمېر نړيوالو رسنيو د افغانستان په اړه مقالې خپرې کړي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

افغانستان وايي: شواهد لري حمله کوونکي په پاکستان کې روزل شوي وو.

واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې د افغان چارواکو له قوله ليکي چې افغانستان خپل ګاونډي پاکستان ته د نیول شويو کسانو اعترافونه او نور شواهد وړاندې کړي چې ښيي په افغانستان کې د حملو کوونکي په پاکستان کې روزل شوي او د طالبانو مشران په پاکستان کې ازاد ګرځي.

مقاله لیکي:

د تېرې مياشتې پرمهال په حملو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي چې مسؤليت یې طالبانو او داعش ډلې اخېستی. افغان چارواکو ويلي، له حمله کوونکو يې يو نیولی چې د دوشنبې په ورځ يې په کابل کې پر پوځي اکاډمۍ په حمله کې ۱۱ کسان ووژل او د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې ومانه.

  • يو.اېس.اې ټوډې

يو.اېس.اې ټوډې خپرونې هم په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتريخوالي په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله وايي، په کابل کې له وروستيو خونړيو حملو وروسته د دغه ښار اوسېدونکي په خپلو جېبو کې د ځان په اړه لیکلي معلومات ګرځوي، ځکه په وينا يې د وژلو په صورت کې به یې مړی وپېژندل شي.

د مقالې په وينا د کابل يو شمېراوسېدونکو پر دغو کاغذونو نوم، د پلار نوم، عمر، د ويني ګروپ او په بیړني حالت کې د تماس شمېرې ليکلي.

مقاله لیکي چې جنورۍ مياشت په ځانګړي توګه له خونړيو پېښو ډکه مياشت وه او په وروستيو حملو کې سلګونو کسان ووژل شول.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده،

د کابل حملو د ټرمپ ستراتيژي تر سيورې لاندې راوستلې

په کابل کې د وروستيو دوو حملو مسؤلیت طالبانو او د یوې حملې مسؤليت داعش ډلې ومانه.

مقاله لیکي چې په دې سره د امریکا د پوځ او افغان حکومت پر هغه خوشبينانه ارزونه او د ټرمپ ستراتيژي تر پوښتنې لاندې راځي چې غواړي پرافغان امنیتي ځواکونو ډېره اتکا وکړي او په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر لږ څه زیات کړي.

مقاله لیکي چې د ټرمپ اداره پر پاکستان اقتصادي فشارونه راوستل غواړي، څو دغه هېواد د ترورېستانو خوندي ځایونه وتړي.

مقاله د يوه څېړونکي په خبره پای ته رسېږي چې وايي، د جګړې منطق هرې خوا ته خپور شوی او طالبان، د امریکا او افغانستان حکومتونه باور لري چې جګړه به دوی ته بريا ورپه برخه کړي.

XS
SM
MD
LG