د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

پاکستاني او روسي ډیپلوماتان په مسکو کې د افغانستان پر مسئلې غږېدلي


د پاکستان او روسیې لوړپوړو ډیپلوماتانو په مسکو کې د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تسنیم اسلم په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ایګور مورګولوف سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

ویل کېږي چې دواړه لوري د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او د روسیې او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو هم غږېدلي دي.

له بلې‎خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکاري وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې د اړتیا په صورت کې روسیه چمتو ده چې د سولې د خبرو کوربه‎توب وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه چې وايي، هېواد به‌یې له طالبانو سره خبرې ونه‎کړي ویلي، پوځي انتخاب د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره مناسب نه‎دی.

XS
SM
MD
LG