د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ناټو: د مخدره موادو د تولید او پروسس فابریکې له منځه وړوو


د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې افغانستان ته د امریکا د رالېږل شویو «اې ۱۰ تندر بولټ» جنګي الوتکو څخه به د مخدره موادو د کارخانود له منځه وړلو لپاره هم کار واخیستل شي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هیله مند دی چې افغانستان ته د امریکا د «اې ۱۰ تندر بولټ» جنګي الوتکو په رارسېدو سره به د ترهګرو پر ځپلو سربېره، د مخدره موادو د کارخانو د له منځه وړلو لپاره به یی هلی ځلی لا موثرې شي.

د امریکا د دفاع وزارت د یوی اعلامې له مخی، دا جنګي الوتکې نېږدې یوه اوونۍ مخکې کندهار ته رسېدلي او د پوځي عملیاتو په مهال د افغان او بهرنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې الوتنې هم پیل کړې دي.

د افغان او امریکایي ځواکونو د جنګي هدفونو لپاره یې الوتنې هم پیل کړي، په پام کې ده چې د یوه کمپاین له مخې به د وسله والو طالبانو د نشه یي موادو کارخانې په نښه کړي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عملیاتي قوماندان جنرال لنس بونچ په کندهار کې خبریالانو ته وویل چې له دغو الوتکو څخه به دهیروئینو د تولید د کارخانو د له منځه وړلو لپاره په یوه کمپاین کې کار واخيستلای شي.

نوموړي وویل:

"د سویلي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته، اوس موږ په نوي پړاو کې یوو، باید دښمن ته داسې سختې ضربې ورکړو چې تر دې مخه یې ساری نه درلود، تاسې شاهدان یاست چې په تېرو څو میاشتو کې مو د وسله والو طالبانو او قاچاق کوونکو د مخدره موادو د تولید مرکزونه په نښه کړل او اوس له "اې ۱۰ تندر بولټ" الوتکو څخه په استفادې به دا عملیات نور تېز او ګړندي شي."

دا الوتکې داسې مهال افغانستان ته رارسېدلي چې له تېر نومبر میاشتې راهیسې په هلمند کې د مخدره موادو د کارخانو د تخريب لپاره د افغان او ناټو ګډو ځواکونو هوايي عملیات دوام لري چې تراوسه پورې طالبانو ته پکې ۲۲ میليونه ډالر زیان اوښتی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا جنګي الوتکي به څومره په افغانسان کې د طالبانو د مالي سرچینو او د مخدره موادو د کارخانو د له منځه وړلو په برخه کې ګټورې ثابتې شي؟

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزی پخوانی وزیر جنرال خدایداد هزاره وایي:

"د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوارونو او مخدره موادو د قاچاق پر کاروانونو د هوايي بریدونو دوام پر ځای اقدام دی، دا کارکولای شي چې وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې کمزوري کړي او بالاخره د جګړې له ډګره يې وباسي."

هاخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د مخدره موادو د کارخانو د ويجاړولو لپاره د افغان او ناټو ګډو ځواکونو روان عملیات ګټور بولي، خو په سیمه يیزه او نړیواله کچه د مخدره موادو سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي.

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان ګټوازی وايي چې په افغانستان کې ډېره برخه تولید شوي مخدره مواد له دې هېواده بهر قاچاق کېږي، نو باید په سیمه ييزه او نړيواله کچه د مخدره موادو غوښتنه کمه شي.

راپور: عبادالله حنانزی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG