د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

اکثرو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل د وروستۍ حملې جزئیات خپاره کړي


اکثرو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل د پرونۍ حملې جزئیات خپاره کړي دي.

ټیلګراف ورځپاڼې دا برید د کابل د زنبق څلور لاري د تېرکال د مې میاشتې له خونړۍ حملې سره پرتله کړې چې د یوه ټانکر په وسیله وشوه.

د کاناډا ګلوب اېنډ مېل د دې پېښې د تلفاتو شمېر او د حملې د څرنګوالي په اړه د معلوماتو د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې دا برید د کابل پر انټرکانټینینټال هوټل له حملې یوه اوونۍ وروسته وشو.

ګڼو نورو ورځپاڼو هم دې پېښې ته کتنه کړې.

  • ایروایشیا ویو

ایروایشیا ویو خپرونه وايي، سوله ییز افغانستان په اسیا کې د هېوادونو ترمنځ له یو بل سره د ارتباطاتو په رامنځته کولو کې کلیدي رول لري.

په دې لیکنه کې وړاندې لولو، افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی چې د نړۍ او سیمې له بازارونو سره په ارتباط کې ستونزې لري، خو په عین وخت کې دا هېواد د اسیا په زړه کې موقعیت لري چې درسته سیمه د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او سوداګرۍ له پلوه سره نښلوي.

خو دا کار هغه مهال ممکن دی چې د سیمې هېوادونه له یو بل سره د مخامختیا پر ځای اقتصادي ګټو او پرمختګ ته پام وکړي.

ایروایشیا ویو خپرونه وايي، د طالبانو د رژیم له پرځېدو را وروسته افغانستان د بنسټونو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په ټرانزیټ کې یې هم ښه وده کړې خو خراب امنیتي حالت د افغانستان د حکومت هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د خپرونې په باور له امنیتي ستونزو سره-سره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو او مېکانېزمونو لپاره زیات فرصتونه شته چې د افغانستان حکومت یې د عملي کولو لپاره هڅې کوي.

ایرو ایشیا ویو خپرونه زیاتوي، د افغانستان په شان په وچه کې ایسار هېوادونه د خپلو ګاونډیانو له کبله له نړیوالې او سیمې ییزې سوداګرۍ بې برخې پاتې کېږي او د دې ډول هېوادونو سوله، امنیت او سوکالي په ګاونډیو هېوادونو پورې تړلې وي.

XS
SM
MD
LG