د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

ملي ارمان: د کشفي ارګانونو ضعف او ناکامي د زغم وړ نه‎ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د یکشنبې د شپې د وسله‎وال برید په اړه لیکلي، کوم چې تر پرون د یکشنبې تر مازیګره‌يې دوام وکړ.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پر انټرکانټیننټال هوټل برید چې ۱۶ ساعته‌یې دوام وکړ وښوده چې د افغانستان د وضعې په اړه هم امریکایان او هم افغان چارواکي دواړه درواغ وايي.

ویسا لیکلي، د ولسمشر په ګډون امنیتي چارواکي په دې وروستیو کې دا وايي چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دښمن له پښو لوېدلی، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، پر انټرکانټیننټال هوټل برید دا وښوده چې خبره برعکس ده.

ویسا لیکلي، دا چې د دغه برید مرګ ژوبله او مالي زیانونه څومره درانه دي، تر اوسه پورې کره خبره نه‎شي کېدای.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سر مقاله کې لیکلي، د کشفي ارګانونو ضعف او ناکامي د زغم وړ نه‎ده.

ورځپاڼه چې پر انټرکانټیننټال هوټل برید کې دغه ارګانونه ګرم ګني لیکي، د شرم ځای دی چې ترهګرو سره د مبارزې د ۱۴ کلنې تجربې با وجود دا ‌شان پېښې رامنځته کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور دغو ارګانونو ته باید ټکان ورکړل شي او د ورته پېښو د مخنیوي په هدف په کار پوه او تجربه لرونکي کسان په‎کې وګمارل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

هېواد لیکلي دا برید پر اسلامیت، انسانیت او بشري ارزښتونو برید دی چې غندو یې او باید ژوره څېړنه‌یې وشي.

ورځپاڼه لیکي چې د برید تر شا د پاکستان لاس دی کوم چې نن سبا د ترهګرو نه د ملاتړ له امله له نړیوالې ملامتیا سره مخ دی.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابل په انټرکانټیننټال هوټل د یکشنبې د شپې برید د نیابتي جګړې یوه برخه ګڼلې کوم چې د ورځپاڼې په خبره زموږ د خپل تن او وجود برخې یې په خدمت کې دي.

ورځپاڼه لیکلي، د دې جګړې او وحشت ګټه واشنګټن، اسلام‎اباد، تهران او مسکو ته رسېږي، خو انسان، ځمکه او ارزښتونه په‌کې زموږ سوځي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د برید په اړه د پلټنو خبره کړې ده.

دنیا لیکي، برید که هر چا کړی وي خورا جدي پلټنو ته اړتیا لري.

خو سرمقاله لیکونکي یوه پوښتنه هم مطرح کړې او هغه دا چې ایا دا برید بیا هم له پاکستانه پلان او عملي شوی و؟

که داسې شوي وي، نو پر هغه هېواد د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونو څه اغېز کړی دی؟

XS
SM
MD
LG