د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

امریکا: ترکیه دې د سوریې د کُردانو په وړاندې له زغم او دقته کار واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وویل، له ترکیې غواړي چې د سوریې د کُردانو په وړاندې له زغمه کار واخلي او دا مسئله یقیني کړي چې په سیمه کې پیل شوي پوځي عملیات په محدودې سیمې او تر یوې ټاکلې نېټې ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې دغه‌راز له ترکیې وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره له دقته کار واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت
د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت

هغې زیاته کړه، واشنګټن د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې پر اصلي هدف چې د داعش ماتول دي، تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له دې څرګندونو سره په یوه وخت پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بورسا ښار کې د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند د ښځو د سازمان کانګرس ته په وینا کې د سوریې کُردانو ته چې امریکا یې ملاتړ کوي په خطاب کې وویل:

"باید پوه شئ چې که ان تاسو وایئ چې امریکا مو تر شا ولاړه ده او موږ ته به وسلې رالېږي، نه‎شئ کولای چې ترکیه او د ترکیې ملت مات کړئ."

د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ترکیې د خلکو ډموکراتیک ګوند چې د کُردانو ملاتړی یو مخالف ګوند دی، د سوریې په عفرین ښار کې د ترکیې له‎خوا د پیل شويو پوځي عملیاتو په وړاندې د اعتراضونو غوښتنه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

خو د ترکیې ولسمشر له مخکې د دغو اعتراضونو په وړاندې خبرداری ورکړ.

نوموړي ویلي:

"که څوک په سړکونو کې د دا ډول اعتراضونو غوښتونکي دي ورته وایم چې لوی تاوان به ورکړي. دا یوه ملي هڅه ده. موږ به هر هغه څوک چې په دې مسئله کې زموږ په وړاندې درېږي مات کړو. دا باید روښانه وي."

د سوریې له کُردانو چې ترکیه‌یې ترهګر بولي، د امریکا ملاتړ د ناټو د دغو دواړو متحدینو ترمنځ یوه فاصله رامنځته کړې ده.

د سوریې کُردان په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د امریکا کلیدي متحدین دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، هېواد یې د ترکیې امنیتي اندېښنې درک کولای شي، خو متحده ایالات د سوریې په شمال لوېدیځ کې وضعیت ته په تېره بیا له دې پلوه اندېښنه لري چې د سیمې خلک له مخ په زیاتېدونکي تشدد سره مخامخ دي.

د سوریې په شمال لوېدیځ عفرین کې ترکیې دغه تهاجمي عملیات د تېرې شنبې په ورځ وروسته له هغې پیل کړل چې دا هېواد له خپلو پولو سره په سوریه کې د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک د جوړولو پر سر چې امریکا یې اعلان کړی و، ډېر په غصه شوی دی.

XS
SM
MD
LG