د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

کونړ ته د افغان حکومت د یوه لوړرتبه پلاوي سفر


د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته د دې لپاره تللی چې په یاد ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پیلولو لپاره لنډه سروې وکړي او هغه ته پانګه پیدا کړي.

کونړ ته په ورغلي پلاوي کې د برښنا شرکت رئیس، د اسیايي بنسټیزې پانګونې بانک دوه مرستیالان او نورو مسؤلین شامل دي او هڅه کوي چې په کونړ کې بنسټیزو پروژو باندې د کار پیلولو لپاره بودجه پیدا کړي، څو په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د افغانستان د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

د افغانستان د ماليې وزارت ویاند اجمل حمیدعبدالرحیمزي نن یکشنبه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د سفر هدف مو په کونړ کې د بنسټیزو پروژو لیدل یا سروې کول دي، یا په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو پروژو پلې کېدو لپاره کار ترسره شي، څو د ټول افغانستان او د ختیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول، د کونړ خلکو ته يې اوږود مهاله ګټه ورسېږي، د اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې موږ مثبتې پایلې ته ورسېږو."

کونړ ته راغلی پلاوی د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې سیمې ته تللی و، کومه چې د زیاتو سرویو وروسته د بند جوړولو او د۳۰۰ میګاواټه برښنا د تولید لپاره مناسب ګڼل شوی دی .

د ماليي د وزیر په مشرۍ پلاوی په داسې حال کې کونړ ته سفر کوي چې د خلکو په وینا، له دې وړاندې هم ډېر لوړ پوړي بهرني او کورني پلاوي ورغلي، له دوی سره يې د کونړ پر سیند د اوبو او برښنا د بندونو جوړولو ژمنې کړي، خو تراوسه یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې.

د کونړ د ولایتې شورا پخوانی رئیس حاجې جمال الدین سیار ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په کونړ کې د بندونو جوړولو لپاره پرېمانه اوبه او مناسب ځایونه لرو، زموږ غوښتنه هم همدا ده چې په کونړ کې باید همداسې بنسټیزې پروژې پلې کړې، خداي دې وکړي چې دوی د پخوانیو پلاوو په شان نشي چې تللي او درک يې نه دی لګېدلی او دوی ته دلته عملې کارونه شروع کړي."

داسې ویل کېږي چې د کونړ په لوی سیند له څاګې نیولې تر شال شنګر پورې شپږ ځایونه د بندونو جوړولو لپاره سروې شوي او که چېرته په یادو شپږو ځایونو کې برښنا کوټونه جوړ شي، کولای شي چې ۷۵۰۰ میګاواټه برق تولید کړي چې د همدغو بندونو رغولو او برښنا سره به افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او نورو ته له لاسنیونې به خلاص شي .

راپور : روح الله انوري

XS
SM
MD
LG