د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په کندهار کې د پولیو «فلج» نوې پېښه ثبت شوې


د ۲۰۱۸ میلادي کال د پولیو نوې پېښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د مرغومې ۲۶» په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پولیو دغه تازه پېښه د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط کلي کې ثبت شوې ده.

د پخلا په خبره دغه فلج شوی ماشوم کوچی دی او ۱۷ میاشتې عمر لري.

پخلا: په دې سره په کندهار کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۷ ته ورسېد.
پخلا: په دې سره په کندهار کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۷ ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پرون د روغتیا د نړیوال سازمان له طریقه راپور تر لاسه کړ چې د پولیو یوه بله نوې پېښه د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې ثبت شوې، دا ماشوم ۱۷ میاشتې عمر لري او کوچی دی."

پخلا د پولیو د يوې بلې پېښې ثبت د خطر زنګ وباله او زیاته‌يې کړه چې په دې سره په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر اوو ته لوړ شو چې پنځه‌يې په شاه ولیکوټ او یوه‌يې د ښار په نهمه ناحیه کې ده.

د پخلا په وینا وسله‌والو طالبانو د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کندهار په شاه وليکوټ، نېش، غورک، خاکرېز او ميانشين ولسواليو کې د پولیو د واکسین پر تطبیق بندیز لګولی وو.

د پخلا په وینا په شاه وليکوټ، نېش، غورک او میانشین کې د خبرو د لارې اوس دغه ستونزه حل شوې، خو په خاکرېز ولسوالۍ کې لا هم د واکیسن پر تطبیق بندیز نه‌دی لیرې شوی.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس په دې ولایت کې د پولیو د پېښو د لا خطرناکه کېدو له لاملونو څخه تر ټولو جدي يې چاپېریالي ستونزې بولي.

په ګڼو مېشتو او غریبو سیمو کې د غير معیاري تشنابونو زیاتوالی، د څښاک لپاره د پاکو اوبو نشت، د ماشومانو د تغذیې ناسم وضعیت، د لاسونو مطلق نه‌پرې ولل او په ټوله‌ییزه توګه ککړ چاپېریال هغه ستونزې دي چې د پولیو خطر يې لا زیات کړی.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG