د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د کندهار په شاولیکوټ کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې


د کندهار د عامې روغتیا چارواکي وايي چې ددې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې د ماشومانو د پولیو یا فلج یوه نوې پېښه ثبت کړې چې په دې سره په دې ولایت کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر پنځو ته لوړ شو.

چارواکي وايي، د شاوليکوټ په ځینو سیمو کې چې د دولت د مخالفینو تر واک لاندې دې، د پولیو د واکسین د نه تطبق له امله، دا په دې ولسوالۍ کې د پولیو څلورمه پېښه ده چې ماشومان فلج کوي .

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ يې د شاولیکوټ ولسوالۍ د کاریزک په سیمه کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت کړې.

د ښاغلي پخلا په وینا، دا په روان کال کې په کندهار کې د پولیو پنځه او په شاوليکوټ کې څلورمه پېښه ده چې یو دوه کلن کوچنی ورباندې اخته کېږي .

د نوموي په خبره، په دغه سیمه کې چي د پولیو پېښه رامنځ ته شوې، د پولیو ضد واکسین نه په کې طبیق کېږي او دغه کوچنی د واکسین له کمپاین څخه بې برخې پاتې شوی دی.

نوموړی زیاتوي:

"دا ۲۲ میاشتنی هلک دی، د کاریزک سیمه ده، پرون يې موږ ته راپور راکړ او دغه هلک په کمپاینو کې هم واکسین نه دی تر لاسه کړی، چون هلته زموږ صحي مراکز هم نه و، نو په هغه کې هم ده واکسین نه دی ترلاسه کړی، نو له دې پېښي سره د شاولیکوټ پېښې څلورو او د ټول کندهار پېښي پنځو ته ورسېدې."

چارواکي وايي، په شاولیکوټ کې د ماشومانو د پولیو یا فلج د دې نوې پېښې په رامنځته کېدو سره په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ته لوړ شو.

د چارواکو په وینا، د پولیو له دغو ۱۲ پېښو يې پنځه پېښې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل، یوه يې په کندوز ولایت او درې نورې په ننګرهار کې ثبت شوې دي .

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG