د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

نی: غزني کې خبریالان او رسنۍ له ګواښونو او ناوړه وضعیت سره مخ دي


په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا نی وايي، سره له دې چې په غزني ولایت کې رسنۍ او خبریالان له جدي ګواښونو او ننګونو سره مخ دي، حکومت د دوی د امنیت او خوندیتوب لپاره هېڅ اقدام نه‎دی کړی.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د وسله‎والو مخالفینو ګواښونو او د قانون د پلي کولو په برخه کې د امنیتي ارګانونو نه‌پاملرنه د دې لامل ګرځېدلې چې په دغه ولایت کې رسنۍ او خبریالان له دا شان یو وضعیت سره مخ شي.

د نی د ادارې مشر مجیب خلوتګر
د نی د ادارې مشر مجیب خلوتګر

نوموړی وايي:

"ستونزه په امنیتي ارګانونو کې هم شته، ځکه دوی له قانونه خبر دي، خو نه‌غواړي چې قانون پلی شي، بله خبره د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب خبره ده چې طالبانو پورې اړه لري، دوی رسنیو او خبریالانو ته په دې برخه کې ستونزې پیدا کړې دي، زه فکر کوم په دواړو خواوو کې ستونزې شته."

ښاغلی خلوتګر وايي، په غزني ولایت کې يو شمېر رسنۍ په دې وروستیو کې طالبانو ته د مالیې نه‌ورکولو له امله هم تړل شوي دي.

د ده په خبره په غزني کې رسنۍ مجبوره دي چې هم دولت او هم وسله‎والو طالبانو ته ماليه ورکړي چې دې چارې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني د ښځینه خبریالانو ګیلې او اندېښنې

شریفي: ۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره مرګونی کال و

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی او په تاریخ کې تر ټولو ناوړه کال بلل شوی.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: ۲۰۱۷ کې ۲۰خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‎مخې په دغه کال کې ۲۰ افغان خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي دي.

د دغې کمېټې د موندنو له مخې د ۱۸ خبریالانو د وژلو مسؤلیت د داعش ډلې او د دوو د وژلو مسؤلیت، پر طالبانو دی.

خو یادو ډلو په دې تړاو څه نه‎دي ویلي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د وژلو او له دوی سره د تاوتریخوالي لاملونه، د دغو پېښو د عاملینو د مجازاتو معافیت، د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د فرهنګي او رسنیزو مرکزونو په نښه کېدل او په مجموع کې د جنګونو او ناامنیو زیاتېدل ګڼي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا نی وايي، که په ټول هېواد په ځانګړي ډول غزني ولایت کې د روانو ستونزو جدي مخنیوی ونه‎شي، د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ژوند به تر دې له جدي ستونزو سره مخ شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، د رسنیو او خبریالانو د امنیت ساتنه او خوندیتوب د کورنیو چارو د وزیر د کارونو په لومړیتوبونو کې دي او جدي پاملرنه ورته کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

نوموړی زیاتوي:

"د خبریالانو امنیت او د دوی خوندیتوب د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک د کار په لومړیتوبونو کې دي او اړوندو ټولو ارګانونو ته‎يې که هغه په مرکز کې دي او که په ولایتونو کې لارښونه کړې چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي."

ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان کورنیو چارو وزارت د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي او هڅه کېږي چې دغه پلانونه په جدي توګه پلي شي.

دی له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د هواري په هدف خپلې ستونزې له امنیتي مسؤلینو سره شریکې کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG