د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د غزني د ښځینه خبریالانو ګیلې او اندېښنې


د غزني خبریالانې وايي چې په دغه ولایت کې د رسنیو مسؤلین نسبت نارینه خبریال ته، ښځینه خبریالې سره د مور او میرې چلند کوي.

دوی وايي، د دغې چارې له کبله اوس په یاد ولایت کې زیاترو ښځینه خبریالانو له خبریالۍ لاس اخېستی او په کور ناستې دي.

دغلته د ښځینه خبریالانو د کمېټي مسؤلې خدیجې اشرفي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې خو په رسنیو کې لومړی ښځینه خبریالانو ته ونډه نه ورکول کېږي او که ونډه هم ورکړل شي، نو هومره امتیازات نه ورکول کېږي، څومره چي نارینه خبریالانو ته ورکول کېږي.

خدیجه اشرفي وایي، د رسنیو مسؤلین ښځینه خبریالانو ته له ۱۵۰۰ افغانیو تر ۵۰۰۰ افغانۍ معاش ورکوي، خو نارینه خبریال ته ۱۲۰۰۰ افغانې معاش ورکوي.

نوموړې وویل، که چېرې دغه ډول چلند له ښځینه خبریالانو سره دوام وکړي او مخنیوی يې ونه شي، نو په غزني ولایت کې به په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ونډه صفر شي.

خدیجه اشرفي وایي:

"په غزني ولایت کې ښځینه خبریالانې اوس کورنۍ نه پرېږدي چې په رسنیو کې کار وکړي، ځکه رسنۍ ورته ډېر لږ امتیازات ورکوي او یاهم له سره ورته معاش نه ورکوي چې دغې چارې اوس په غزني ولایت کې د ښځینه خبریالانو پروړاندې منفي اغېزه کړې او دا له ښځینه خبریالانو سره ظلم دی."

له دې سره په دغه ولایت کې ښځینه خبریالانې هم ورته څرګندونې لري.

د دوی له ډلې یوه هم ارزو وفا ده چې د غزني ولایت په یوه سیمه ییزه راډيو کې کار کوي.

وفا وايي، له ډېرو ګواښونو او امنیتي ستونزو سره سره بیاهم خپلې دندې ته ځي، خو هومره امتیازات نه ورکول کېږي، څومره چې نارینه خبریال ته ورکول کېږي.

وفا وویل:

"تاسو خبر یاست چې په غزني ولایت کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، خو بیاهم موږ د خپلو ورونو ترڅنګ ولاړې یوو او کار کوو، کله چې یوه خبریاله یو دفتر یا ریاست ته ورځي، نو هغوی په ډېره بده سترګه ورته ګوري او بل وسله وال طالبان که يې د کور پته پیدا کړي، نو سم دستي ورته ګواښونه کوي. "

په ورته وخت کې په غزني ولایت کې د رسنیو مسؤلین هم د ښځینه خبریالانو دغه ستونزې مني، خو وايي چې دوی په ادارو کې کارکوونکو ته د کار پر اساس معاش ورکوي او ښځينه خبریالانې هومره کار نشي کولای، څومره چې نارینه خبریالان کوي، نو ځکه ښځینه خبریالانو ته کم معاش ورکول کېږي.

په غزني ولایت کې د غزنویانو په نامه د سیمه ییز ټلویزیون مسؤل احمد برید عمري ازادي راډيو ته دغه راز وویل چې د دوی حقوق په مرکزي ادارو کې تر پښو لاندې کېږي او دوی اوس دې ته مجبور شوي چې ښځینه خبریالانو ته کم معاش ورکړي.

ښاغلي عمري وویل:

"موږ ښځینه خبریالانو ته نظر پر کار معاش ورکوو او ښځینه خبریالانې له دفتره بهر کار نشي کولای، خو نارینه خبریالان هم په دفتر کې او هم له دفتره بهر کار کوي او راپورونه چمتو کوي او بل دا چې موږ هومره امکانات په لاس کې نه لرو چې کارکونکو ته زیات معاش ورکړو، ځکه زموږ د ولایت اعلانات په کابل کې رسنیو ته ورکول شوي دي. "

دا په داسي حال کې ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د ترورېستي ډلو تر څنګ ځينو حکومتي چارواکو، زورواکو او د پارلمان یو شمېر غړو هم د افغان خبریالانو ژوند تریخ کړی دی.

د دغې کمېټې د مشرتابه پلاوي غړي صدیق الله توحیدي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو پای ته رسولو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په غونډ کې خبرې کولې، ویې ویل چې له ټولو هڅو سره سره لا هم افغان خبریالان لازم خونديتوب نه لري.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG