د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

په کندهار کې د یوازېنۍ ښځینه څارنوالې زینب په اړه د «IWPR» تبصره


  • نیویارکر

امریکایۍ اوونیزې نیویارکر په خپله وروستۍ ګڼه کې په تېرو څو کلونو کې د امریکايي چارواکو د هغو هڅو یادونه کړې چې هدف‌یې د ترورېستي ډلو د مخنیوي لپاره د پاکستان هڅول وو.

خپرونه لیکي، ۱۳ کاله مخکې د امریکا د دفاع پخواني وزیر ډونالد رامسفلډ «Donald Rumsfeld» پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د هغه مهال ولسمشر پرویز مشرف ته د ترورېستانو یو لېست وسپاره او ورته ویې‌ویل چې پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش ډېر خواشینی دی چې په دې لېست کې شامل اکثر ترورېستان په پاکستان کې دېره دي.

خپرونه د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې له دې جریانونو خبر دی لیکي چې نوموړی وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې «ISI» د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو په ګډون د ترورېستي ډلو پر ضد اقدامات وکړل، خو برعکس د حقاني شبکې او د هند ضد جهادي ګروپونو ملاتړ ته‌یې دوام ورکړ.

نیویارکر د هغو دوو نورو هڅو یادونه هم کوي چې په ترڅ کې یې امریکايي چارواکو له پاکستان څخه د ځانګړو ترورېستانو پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه، خو نتیجه‌یې ورنه‌کړه.

په یوه مورد کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «CIA» پخواني مشر مایکل مورل «Michael Morell» د یو شمېر ترورېستانو لېست په دې هیله له ځان سره پاکستان ته وړی و چې اسلام‌اباد به‌یې پر ضد اقدام وکړي او همداراز د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په دې وروستیو کې دې ورته هڅه وکړه.

د امریکا د استخباراتو یوه پخواني مأمور نیویارکر خپرونې ته ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې موږ همدا یوه غوښتنه کوله او هغه دا چې پاکستان باید د ترورېستانو پر ضد اقدام وکړي او د هغو پټنځایونه له‌منځه یوسي.

نیویارکر د مطلب په پای کې لیکي:

تر ټولو مهمه دا ده چې تر هغه وخته چې طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې ازاد ګرځي او پټنځایونه لري، هېڅکله به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه‌شي.

  • IWPR

د سولې او جګرې د راپور ورکولو انسټټیوټ «IWPR» په کندهار کې د یوازېنۍ ښځینه څارنوالې زینب په اړه یو مطلب خپور کړی.

۲۶ کلنه زینب د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغه شوې او له یو نیم کال راهیسې د کندهار د څارنوالۍ په اداره کې د ښځو په وړاندې د تشدد د قرباني مېرمنو له حقونو څخه دفاع کوي.

خپرونه لیکي:

زینب د هغو نجونو او ښځو د حقونو دفاع کوي چې په کوچني عمر کې ودېږي، له کورني تشدد سره لاس او ګرېوان دي، جنسي تجاوزونه پرې کېږي او یا د تعلیم په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې دي.

د سولې او جګړې د انسټټیوټ خپرونه د راپور په دوام لیکي چې زینب یوازې په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تشدد له ۵۰ زیاتې قضیې حل کړې، خو نوموړې وايي چې دا د دې د هڅو یوازې کوچنۍ برخه ده.

د زینب په وینا د کندهار ډېری خلک نه‌غواړي چې ښځې یې په دفترونو کې کار وکړي، خو د دې کورنۍ برعکس د دې ملاتړ کوي.

د سولې او جګړې د انسټټیوټ خپرونه د زینب له قوله زیاتوي چې د افغانستان عدلي او قضايي سیستم د حقوقو په برخه کې خورا زیاتو مسلکي ښځو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG