د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

منور شاه بهادري: د افغانیو په وړاندې د ډالرو لوړېدل کورني او بهرني عوامل لري


د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د نا امنيو او وروستیو سیاسي تحولاتو ترڅنګ په افغانستان بانک کې د یوې مافیایي کړۍ موجودیت د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټيټېدو مهم لامل یادوي.

دغه کمېسیون وايي، که چېرې حکومت د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو لاملونو ته جدي پام ونه کړي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې به د یو ډالر بیه په افغانستان کې ۷۵ افغانیو ته لوړه شي.

د دغه کمېسیون یوه غړي منور شاه بهادري د جرګې شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې په دې اړه د دغه کمېسیون د څېړنو نتایج وړاندې کړل ویې ویل چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو یو لامل په افغانستان بانک کې د یوې مافیایي کړۍ موجودیت دی چې ډالر یې احتکار کړی دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان بانک د اوسنۍ رهبرۍ له لوري یوه مافیايي کړۍ جوړه شوې ده چې د ډالرو په احتکار کې لاس لري، هره میاشت له ۵۰ میلیونو زیات ډالر دافغانستان بانک له لوري لېلام ته اېښودل کېږي، په خواشینۍ سره چې دغه پیسې د یوې مافیايي کړۍ له لوري له هېواده بهر قاچاق کېږي."

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون دغه غړي له حکومت نه وغوښتل چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیټېدو مخنیوی وکړي.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون څېړنې ښیي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې راټیټېدل بېلابېل کورني او بهرني لاملونه لري.

د کمېسیون څېړنې په ډاګه کوي چې ناامني، په هېواد کې سیاسي ستونزې، د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل، د پانګونې راکمېدل او د صادراتو راکمېدل د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د راټیټېدو مهم کورني عوامل دي.

دغه کمېسیون دغه شان له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو ځنډول او پر ایران باندې بندیزونه د ډالرو د بیو د لوړ والي بهرني لاملونه یاد کړي دي.

خو د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق تېره اوونۍ په کابل کې ویلي و چې سیاسي کړکېچونه، په کاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو د بیو ښکته پورته کېدل او د کال په وروستیو کې د حکومت د بودجې مصرف د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیې د راټیټېدو عمده لاملونه بلل کېږي.

د نوموړي په خبره په وروستيو دوو میاشتو کې رامنځته شو یو سیاسي کرکېچونو د بهرنیو اسعارو پر لوړېدو مستقیم اغېز کړی دی.

خو د افغانستان بانک ویاند امیل عاشور په دغه بانک کې د هر ډول مافیايي کړیو د موجودیت ادعاوې بې بنسټه بولي:

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

"په مرکزي بانک کې هېڅ چا ته ډالر نه ورکول کېږي، هېڅ څوک ډالري اکونټ نه لري، پرته له دې چې د رسمي دندې پرمهال ډالر لیلامه وي، هېڅ څوک هم له ډالرو سره تماس نه لري او هغه ادعاوې چې یو مافیايي کړۍ په مرکزي بانک کې ډالر احتکاره وي، اساس نه لري دا ناسمې څرګندونې دي."

ښاغلي عاشور دغه شان د بهرنیو اسعارو د لیلام پر شفافیټ ټینګار کوي وايي، په اوونۍ کې درې ځله اسعار د افغانستان بانک د ازادې داوطلبۍ له لارې د هغه کسانو په واک کې ورکوي کوم چې قانوني جوازونه ولري.

نوموړی په ټینګار سره وايي، د افغانستان بانک د قانوني پرانسپ له مخې د بانک د رهبرۍ په ګډون هېڅ یو کارکوونکی یې، صرافي او یا هم د پیسو شرکت نه لري چې دوی ورپورې اړوند کسان وکولای شي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک مسؤلین په دې باور دي چې څومره په دغه هېواد کې په سیاسي جنجالونو او بې ثباتیو کې کموالی راشي، هومره ورسره د بهرنیو اسعارو په ځانګړې ډول د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت او بیه لوړېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG