د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د دایکندي چارواکي: د سړکونو د خرابوالي له امله ترافیکې پېښې زیاتې شوي


د دایکندي ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې په تېره یوه اوونۍ کې د ترافیکې پېښو له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي یادې خبرې پر داسې مهال کوي چې تېره ورځ د دغه ولایت په "کاتو" ولسوالۍ کې د یوه ترافیکې پېښې له کبله ۲ کسان ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.

د چارواکو په خبره چې دغه ترافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دغې ولسوالۍ څخه یو فلاینکوچ مرکز دایکندي ته پر لاره و چې د چټک تګ له امله واوښته.

د دغه چارواکو په خبره چې بله ترافیکي پېښه درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په سنګ تخت ولسوالۍ کې د یو ټونس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې وه چې پر مهال يې ۴ کسان ووژل شول او۱۰ تنه نور ټپيان شول.

چارواکي دغه راز زیاتوي چې بله ترافيکې پېښه بیا ۵ ورځې وړاندې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یو کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې پر مهال يې ۲ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي وو.

په دغه ترافیکي پېښو کې زیات شمېر ښځو او ماشومانو ته هم مرګه ژوبله اوښتې.

د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړي سبحان الله نایبي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښو سخت اندېښمن کړی او باید مخه يې ونیول شي.

دی وايي چې دولت باید د هغه موټر چلونکو سره قانوني چلند وکړي، کوم چې د ترافیکي اصولو څخه سرغړونه کوي.

ښاغلي نایبي زیاته کړه:

"په دایکندي ولایت کې په تېره یوه اوونۍ کې درې ترافیکې پېښې شوي چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، په دغه ولایت کې هره ورځ یوه ترافیکې پېښه کېږي، خو زموږ چارواکي لاس تر زنې ورته ناست دي."

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید باقر مرتضوي هم دا مني خو وايي چې د دغه ترافیکې پېښو لامل په سیمه کې خام سړکونه دي چې د ژمي په موسم کې د واورې او باران له کبله موټرونه په اسانۍ سره پرې تګ راتګ نه‎شي کولای.

نوموړی وايي، که د دغه ولایت سړکونه ونه رغول شي، نو د ترافیکې پېښو مخنیوی ګرانه خبره ده.

د دغه ولایت د ولایت مقام مسؤلین هم مني چې سړکونه په پاخه او اساسي ډول نه‎دي رغول شوي، خو وايي چې په دې اړه يې مرکزي ادارې سره خبرې کړي او تمه لري چې ویجاړ سړکونه به ورغول شي.

دایکندي که څه هم يو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي خو د بیارغونې کارونه په‎کې ډېر نه دي ترسره شوي دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG