د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ګارډین: افغانستان کې د هیروئینو کاروبار د بریتانیا او امریکا د ناکامۍ ښکارندوی دی


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز خپرونې د افغانستان د جګړې لپاره د واشنګټن له لوري پاکستان ته د مرستو د ځنډېډو مسئله څېړلې ده.

یو شمېر راپورونه وایي چې د دې مرستو اندازه دوو میلیاردو ډالرو ته رسېږي او امریکایي چارواکي وایي، تر هغو به دا پیسې پاکستان ته ورنه‎کړي چې په خپله خاوره کې یې د حقاني شبکه او افغان طالبان نه‎وي ځپلي.

نیویارک ټایمز د محمد ساجد په نوم د یوه کتونکي مقاله خپره کړې.

د دې ليکنې په پیل کې راغلي چې د احساساتو له‎مخې دا خبره سمه ښکاري چې هغه هېواد باید سزا وویني چې په تېرو ۱۶ کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکایانو له دښمنانو سره مرسته کړې ده، خو د ورځپاڼې په باور باید په دې پوه شو چې پاکستان تر هغه ځواکمن دی چې تصور یې کوو.

ورځپاڼه د دې واک او ځواک په اړه د پاکستان جغرافیایي موقعیت ته اشاره کوي چې په لوېدیځ کې یې قبایلي سیمې او غرونه دي او په ختیځ کې یې هوارې دښتې چې له دې موقعیته‌یې په خپل لنډ تاریخ کې د خپلو ګاونډیانو پر ضد استفاده کړې ده.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې وړاندې راغلي چې دغه جغرافیایي موقعیت پاکستان ته دا زمینه برابره کړې ده چې په نږدې سیمو کې نیابتي جګړه مخته یوسي.

د ورځپاڼې په باور، د پاکستان پوځ او د استخباراتو ادارې په پټه د هند د مخالفینو او د افغانانو د مخالفینو ملاتړ کړی دی.

نیویارک ټایمز بیا د پاکستان جغرافیایي موقعیت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ټرانزیت لپاره مهم ګڼي او لیکي:

واشنګټن ورته تسهیلات له ایران او نورو نه‎شي ترلاسه کولای.

  • ګارډین

یوې بریتانیایي ورځپاڼې، ګارډین بیا د افغانستان د نشه‎یي موادو مسئله په خپله تازه ګڼه کې څېړلې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د هیروئینو کاروبار د بریتانیا او امریکا د ناکامۍ ښکارندوی دی.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له ۱۶ کلونو او یو تریلیون ډالر لګښته، لا هم د افغانستان جګړه پای ته نه‎ده رسېدلې، خو د لوېدیځ مداخله د دې باعث شوې ده چې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو په یوه تولیدوونکي هېواد بدل شي.

ګارډین وړاندې لیکلي چې څرنګه دغه هېواد له مخدره موادو خلاصېدلی شي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د کرنې په برخه کې وړې پانګونې په میلیونونو بزګرانو ته کارونه پیدا کولای شي.

دغه بزګران چې کوکنار کري په دې ډول به عواید ترلاسه کړي او مخ به ترې وګرځوي.

ګارډین د خپرې کړې مقالې په وروستیو کې لیکي:

که نړیواله ټولنه د افغانستان د کلیوالو سیمو د ودې له لارې د کوکنارو غم وخوري، دغه هېواد به د مخدره موادو له تولیده پاک شي او د شخړو کچه به هم له دې سره په افغانستان کې راښکته شي.

XS
SM
MD
LG