د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د مالیې وزارت: کابل کې د پارکېنګونو په جوړېدو به کلني عواید ۱.۳ میلیونه ډالره شي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په کابل ښار کې موټرو ته د نویو پارکېنګونو د طرحې په عملي کېدو سره به ۱.۳ میلیونه ډالره کلنی عاید ترلاسه کړي.

په کابل ښار کې موټرو ته د نویو پارکېنګونو د جوړېدو خبره داسې محال کېږي چې په ښار کې د موټرو د پارکېنګونو نشتوالي د کابل ښاروالۍ او ټرافيکو پر وړاندې جدي ستونزې راولاړې کړې دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» رسنیو سره د اقتصادي عالي شورا د ۲۰مې ناستې د پرېکړو شریکولو پر مهال وویل، په کابل ښار کې موټرو ته د نویو پارکېنګونو په جوړېدو سره به دغه وزارت ۱.۳ میلیونه ډالره کلنی عاید ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی

دی وايي:

"د عامه خصوصي مشارکت له لارې کابل ښاروالۍ غواړي چې په کابل کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او په عایداتي سرچینو کې د شفافیت رامنځته کولو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف په داسې یوې طرحې کار وکړي چې له مخې به‌یې په کابل کې پارکېنګونه جوړ شي. دا موږ لپاره ډېره ښه عایداتي سرچېنه ده او په کلني ډول به له دې درکه ۱،۳ میلیونه ډالره عاید ولرو."

نوموړي وویل، پر دې موضوع د اقتصاد د عالي شورا په ناسته کې بحث شوی او پرېکړه وشوه چې د پلي کېدو په هدف کابل ښاروالۍ له اړوندو ادارو سره یوځای د یادې طرحې بېلابېلې برخې تر څېړنې لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کابل د ټرافیکو چارواکو ویلي، موټرو ته د پارکېنګونو نشتوالی د موټرو د ګرځېدو او منظم ټرانسپورتي سیستم چاره ګډوډه کړې ده.

د افغانستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کابل کې د موټر درولو د ځایونو یا پارکېنګونو کموالی د دغه ښار ډېریو اوسېدونکو ته یوه لویه ننګونه ده.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کې داسې ودانۍ ډېرې دي چې په‌کې د موټرو درولو جلا ځای او پارکېنګ په پام کې نه‎دی نیول شوی.

خو دوی د موټرونو درولو لپاره د پارکېنګونو جوړولو لپاره د حکومت له نوې طرحې هرکلی کوي وايي، دا به په کابل ښار کې ټرافیکي ستونزې او په ورته وخت کې د کابل ښار د اوسېدونکو ستونزې هم تر ډېره هوارې کړي.

نسیم حلیم‌یې په اړه وايي:

"د موټرو د پارکېنګونو په اړه د حکومت یو ډېر ښه ګام دی او موږ یې ستایو دا به نه‌یوازې د کابل ښار ګڼه ګوڼه کمه کړي، بلکې دا به د حکومت عایداتي سرچینه هم لوړه کړي."

جمال هم ورته نظر لري:

"که د موټرو د دغه پارکېنګونو پلان عملي شي دا یو ښه ګام دی او خوندي به هم وي او هم به خصوصي شرکتونو ته کاري زمینې برابرې شي."

د ټرافیکو ادارې د شمېرو پر بنسټ کابل ښار د ۳۰ زرو موټرو د تګ راتګ ظرفیت لري، خو اوس‎مهال په دغه ښار کې تر ۵ لکو زیات واړه او لوی موټرونه ګرځي چې په یو ډول‌یې په ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

خلک وايي، که د موټرو لپاره د ځانګړو پارکېنګونو د جوړولو په برخه کې جدي ګامونه وانه‎خیستل شي، په کابل ښار کې به ټرافیکي ستونزې لا پسي ډېرې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG