د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

کریمي: پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی به له ۵۳ نه ۷۳سلنې ته لوړ شي


په داسې حال کې چې د هېواد د لېرو پرتو سیمو ۴۷ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په لېرو پرتو سیمو، کلیو او بانډو کې مېشتو میلیونونو وګړو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې خدمتونو د برابرولو خبره کوي.

دغه وزارت په همدې هدف د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» له يونیسف ادارې سره د څه باندې ۴۳ میلیونو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسلیک کړ.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې د دغه وزارت د پلان له مخې به يادې پیسې د دوو کلونو په موده کې مصرف او ورسره به په یاده برخه کې د خلکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

کریمي: به دې سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.
کریمي: به دې سره به د خلکو ګڼې ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پلان مجموعي مبلغ ۴۳ میلیونه ۲۹۵ زره امریکايي ډالره دی چې د دریو وزارتونو لخوا په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مېلادي کال کې په کلیو، ښوونځیو او کلینیکونو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې په برخه کې د خلکو په مرسته او همکارۍ لګول کېږي."

ښاغلی کریمي وايي، د دغه پلان په عملي کېدو سره په کلیو او بانډو کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی له ۵۳ سلنې نه ۷۳ ته پورته کېږي.

د نوموړي په خبره دغه پلان په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هلمند، زابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، بامیان، دایکنډي، کاپیسا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې پلې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد د ټولو وګړو ۶۵ سلنه پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

په ورته وخت کې د روغتیايي چارو متخصص ډاکټر منور شاه بیا روغتیا ساتنې او پاکو اوبو ته نه لاسرسی د خلکو اساسي ستونزې یادوي او په دې برخه کې له حکومت نه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د يو شمېر راپورونو له مخې د هېواد د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکو هم په وار وار پر حکومت له دې امله نیوکې کړي چې د دوی اساسي ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه ده کړې.

خو له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و، پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د افغانستان د کلیو او ښارونو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه او نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا په افغانستان کې د يونیسف ادارې استازې ادیل خضر د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې پاکو اوبو او روغتیا ساتنې خدمتونو ته د خلکو لاسرسی مهم دی او په یاده برخه کې يې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

ادیل خضر
ادیل خضر

نوموړې زیاته کړه:

"موږ دلته د دې لپاره راغلی یو چې د حکومت ملاتړ وکړو، موږ د حکومت سره خلکو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې خدماتو د برابرولو په برخه کې ګډ کار کوو، موږ خوښ یو چې حکومت په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې له خپلې بودجې نه د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د پام وړ کارونه وکړل او هیله ده په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې هم همداسې وشي."

اغلې خضر وايي، حکومتي او غیر حکومتي ادارې باید په پوره وس او توان سره هڅه وکړي چې روغتیا ساتنې او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي ستونزه هواره شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG