د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

په خوست کې د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ لانجې زور اخېستی


د خوست په ختیځو سرحدي سیمو کې پراته کوچیان وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې ځايي خوستیو قومونو پرې د تګ او راتګ لارې تړلي او له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي خوستي قومونه ورته په مورچو کې ناست دي، نه ناروغان ښار ته بیولی شي او نه هم د دوی په کلیوالي دوکانونو کې څه پیدا کېږي.

بل‎لوري ته خوستي قومونه وايي چې کوچیانو د خپلو پلرونو او نیکونو کوچیانی ژوند پرې ايښی او په زور يې په هغو غرونو او دښتو کې د ابادیو جوړول پیل کړي چې له پیړیو راهیسې ورڅخه خوستي قومونه ګټه اخلي.

دوی زیاتوي خوستي قومونه ورته په مورچو کې ناست دي.
دوی زیاتوي خوستي قومونه ورته په مورچو کې ناست دي.

هغوی وايي، پر کوچیانو يې هېڅ لاره نه‎ده تړلې او دا د دوی کار دی چې تګ او راتګ پر کوي او کنه.

نن د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» د کوچیانو یو تن مشر حاجي رمضان کوچي له بابرک تاڼې څخه د ازادي راډیو مشال څانګې ته د ټیلیفون پر لیکه وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې د سپینې پالې، ترېزیو، توراوبو، قدمو، لنډرو او لکڼو ټولې لارې د ځايي خلکو له‎خوا پر کوچیانو بندې دي.

نوموړی وايي، وړمه ورځ د حکومت یو پلاوی په مورچو وګرځېد، هغوی د مورچو د خالي کولو امر وکړ چې کوچیانو خپلې مورچې خالي کړي، خو خوستيان د پخوا په شان په مورچو کې ناست دي.

رمضان کوچی وايي، د پلاوي له ورتګ وروسته يې ستونزې ډېرې شوي، خو کمې شوې نه‎دي.

د المر په نوم یو بل کوچی وايي چې دوی خوست ښار ته اته لارې لري، خو ټولې بندې دي، په دوکانونو کې هېڅ شی نشته، مریضان يې له لارې راستانه شوي دي.

خوستیانو د سپین‎پالې، تور اوبو، لنډر، ترېزي، علي شېر ټولې لارې يې وتړلې او د دوی ناروغان په کورنو کې پراته دي.

دی زیاتوي، دې مسئلې ته نه حکومت راځي او نه يې نور ملکان پوښتنه کوي، که داسې حالت وي، نو حکومت دې زموږ له‎منځه ووځي، موږ پوهېږو او خوستیان پوهېږي.

خو بل لوري ته د خوست د قومونو مشران د کوچیانو دا خبره ناسمه بولي چې پر دوی يې لارې تړلي او یا هغوی کوچیانو سره نرخ، شریعت او قانون ته نه کیني.

قومي مشر مختارالدین جلالزی وايي چې خوستي قومونه دلته شاوخوا زر کاله د اوسېدو مخینه لري، په‎دې استقامت کې ټولې تاڼې همدې قومونو په حشرونو جوړې کړي او دا سرحد يې د حکومت په غوښتنه په پیړیو په قومي اربکیو ساتلی دی.

نوموړی وايي، اوس کوچیانو هغه د خپل پلار او نیکه کوچیانی ژوند پرې ايښی او په هغو غرونو او دښتو کې يې د ابادیو جوړول پیل کړي چې خوستیو قومونو په کې اربکي درلودل.

ورغلی پلاوی
ورغلی پلاوی

جلالزی زیاتوي، کوچیان دوی سره له جنجال سربېره له توربوالو، لکڼو، خرڅينو، قدمو او نورو قومونو سره هم ورته مشکل لري.

ده وویل، یوه میاشت مخکې کوچیانو پر دوی منظمه لښکرکشي وکړه او نېږدې وه چې د دوی پر کلیو او کورونو ور وخېږي، نو دوی اړ شول چې د کوچیانو د لښکر کشۍ مخه ونیسي.

مختارالدین دا هم نه مني چې د حکومتي پلاوي له‎خوا ړنګو شویو مورچو ته اول دوی ورختلي دي.

نوموړي وویل:

"کله چې کوچیان مورچو ته وختل، موږ ته دا وېره ودرېده چې خدای مه‎کړه زموږ په کلیو او کورونو به لښکرکشي وکړي، نو بیا زموږ خلک هم مجبور شول چې مورچو ته وخېږي، موږ نه د شر طرفدار یو، نه د جنجال طرفدار یو، شریعت هم منو، نرخ هم منو، اصول هم منو، ولایتي ادارې او والي صیب سره مو په‎دې رابطه څو ځلي لیدلي دي، د هغه ټولو خبرو ته مو غوږ نیولی، خو په دا شکل چې موږ ته خپل حق ورسېږي، کوچی زورو دی، موږ سره ظلم او زیاتی کوي. "

بل‎لوري ته د یادې موضوع د څېړنې او د ستونزو د مؤقتي حل‎لپاره د خوست والي په مشرۍ د پوځي همغږۍ په مجلس کې د ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، ولایتي شورا او ملي اردو د استازو همدارنګه د ولایت مقام سکټوري ادارې، قبایلو او کوچیانو د چارو رئیسانو په ګډون یو پلاوی ګمارل شوی وو.

د یاد کمېسیون غړي شکرالله بابکرخېل وویل چې په دواړو لورو کې پنځوس مورچې جوړې شوې وې چې دوی مورچې تخریب او په کې ناست وسله‎وال اربکي يې خپلو کورونو ته ولېږل.

د ده په خبره چې د دعوې سیمې يې مالومې او ګزارش يې ترتیب کړی چې د پوځي همغږۍ مرکز ته به يې وړاندې کړي او له دواړو لورو يې د لارو د خلاصولو ژمنه هم اخېستې ده.

ښاغلي بابکرخېل وویل، وروستي معلومات دا دي چې دواړو لورو خپلې ژمنې ماتې کړي او بېرته مورچو ته ختلي دي.

نوموړي د ولایت مقام غوښتنه وکړه چې د هر ډول احتمالي ستونزو له جوړېدو مخکې یادې ستونزې ته حل‎لاره ومومي.

بل‎لوري ته د خوست چارواکي وايي چې دواړه لوري له مورچو راکوز شوي او لارې هم نه‎دي تړلي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ

د خوست والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وویل چې د کمېسیون د راپور له مخې اوس‎مهال په یاده سیمه کې د وسله‎والې نښتې اندېښنه نشته، خو مسئله به د جمهوري ریاست له لوري په خوست کې د غرونو او دښتو پر سر د قومي ستونزو لپاره د ټاکل شوي پلاوي له‎خوا حلېږي.

د یادونې وړ ده، کوچیان د خوست، د متون، شمل، باک، تریزیو، علي شیرو، تور اوبو، لنډرو، قدمو، لکڼو او خرڅيو پورې قومونو سره د غرونو او دښتو د ملکیت پر سر دعوې او لانجې اوږده مخینه لري او ځینې وختونه د وسله‎والو نښتو او مرګ ژوبلو لامل هم ګرځيدلي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG