د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

په افغانستان کې د نوي رامنځته کېدونکي ائتلاف په اړه بېلابېل ليدلوري


د ملي شورا د دواړو مجلسونو اداري پلاوي وايي، د ولسي جرګې د يو شمېرغړو په مشرۍ نوی ائتلاف د ملي نه، بلکې د شخصي غوښتنو له مخې رامنځته کېږي.

په داسې حال کې چې د حکومت ضد یو نوی سیاسي ائتلاف د رامنځته کېدو په حال کې دی، د ملي شورا د دواړو مجلسونو اداري پلاوي وايي، دغه ائتلاف تر ډېره په شخصي ګټو څرخي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه شان ائتلافونه نه يوازې دا چې د هېواد په روان وضعیت کې کوم بدلون نشي راوستلای، بلکې د سیاسي ناندریو د زیاتېدو لامل هم کېدای شي.

قادر ځاځی وطندوست
قادر ځاځی وطندوست

ښاغلي وطندوست وویل:

" په اوسني نظام کې چې کوم ائتلافونه جوړ شوي، نتیجه يې نه ده ورکړې،غېر له دې چې دوی غوښتل په قدرت کې شامل شي او له نظام نه د وزارت او ولایت غوښتنه وکړي، کومه بله لاسته راوړنه یې نه ده لرلې. "

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، دغه ائتلاف مقطعه يي او د شخصي غوښتنو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر ویلي، د حکومت ضد یو نوی سیاسي ائتلاف د جوړېدو په حال کې دی چې ډېر ژر به د موجودیت اعلان وکړي.

ښاغلي قدیر ویلي چې دغه ائتلاف د ملي شورا له یو شمېر غړو، سیاسي ګوندونو، د پوهنتونونو له استادانو او له یو شمېر کارپوهانو جوړ شوی دی.

ظاهر قدیر
ظاهر قدیر

تراوسه د دغه ائتلاف غړو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو ظاهر قدیر تېره اوونۍ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د دغه ائتلاف د هدف په اړه داسې وویل:

" دغه ائتلاف به د حکومت له ښو کړنو ملاتړ او هرکلی وکړي او له غیر قانوني هغو به یې په ټول جدید مخنیوی وکړي. "

له دې وړاندې هم یو شمېر ائتلافونه او شوراګانې رامنځته شوي او ویلي یې دي چې د حکومت د سیاسي مخالفې ډلې په توګه به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه بشير بيژن وايي، په تېرو شااوخوا ۱۷ کلونو کې ګڼ سیاسي ائتلافونه رامنځته شوي، خو د یوه یا دوو کلونو په تېرېدو بېرته له منځه تللي او په ځینو مواردو کې خو یې ان غړي یو د بل پر وړاندې هم درېدلي دي.

د نوموړي په خبره، هر حرکت چې ملي ګټو ته ژمن وي او د یوې څرګندې کړنلارې له مخې فعالیت ولري، د ښو پایلو ترڅنګ به ولس هم ترې ملاتړ وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG