د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ویسا: د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په کوم لور روانې دي؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د پاکستان پر وړاندې د امریکا په نوي دریځ او پر دغه هېواد د پوځي مرستو پر بندیدو بحثونه کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو د شړلو په تړاو د اسلام اباد په خبرداري بحث کړی او لیکلي دي چې پاکستان دا کار وروسته له هغې کوي چې افغان حکومت په پاکستان د امریکا د نویو فشارونو ملاتړ وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني چارواکي ښایي دا فکر کوي چې یوځلي بیا افغانان تر دغې خوږې ګوتې ونیسي او افغان حکومت به مجبوره شي چې پاکستان ته زارۍ وکړي او تر څنګ یې د هغو فشارونو مخالفت وکړي چې امریکا او نوره نړۍ یې پر پاکستان راوړي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د اسلام اباد لپاره سره زر بللي دي چې د بېلابېلو اهدافو لپاره یې کاروي.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه دي ځان اسلام اباد ته کم نه راولي او کډوالو ته دي هر کلی ووایي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د پاکستان په تړاو د امریکا نوی دریځ او د هغې په وړاندې د پاکستاني چارواکو غبرګونونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په کوم لور روانې دي؟

ورځپاڼه لیکي چې د امریکایي او پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندنو داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه لږ تر لږه تر ننه پورې تر ډېره بریده پر یو بل تړلي او متکي وو.

ورځپاڼه د ټرمپ د څرګندونو په اړه د پاکستان د ځینو سیاستوالو او په تېره بیا د عمران خان څرګندونو ته په اشارې لیکي، که د امریکا او پاکستان اړیکې خرابیږي، نو پاکستان به روسیې، چین او ایران ته مخه کوي چې افغانستان به بیا هم د یوی نیابتي جګړې قرباني وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرلیکنه پر پاکستان د امریکا د پوځي مرستو د بندېدو مسئلی ته ځانګړې کړې چې د ورځپاڼې په وینا پاکستاني چارواکي یې وارخطا کړي دی.

ورځپاڼه وړاندې د امریکایي چارواکو په حواله لیکي، که له ترهګرۍ ملاتړ پای ته و نه رسېد، نو پر اسلام اباد به نور فشارونه هم راوړل شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې امریکایي چارواکو له پاکستان نه غوښتي دی چې د نورو اقداماتو تر اعلانېدو مخکې دي د حقاني شبکې اووه ویشت غړي دوی ته وسپاري.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د پځواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي دي چې امریکا په لومړي پړاو کې پر پاکستان مرستې بندوي، په دویم پړاو کې د بلوڅو او پښتنو قومونو ملاتړ پیلوي چې مشران یې تل د اسلام اباد لخوا د تروریزم په نامه وژل شوي دي او په حقونو یې خېټه اچول شوې ده.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې له امریکا غوښتی دي چې دغو فشارونو ته دې تر هغو دوام ورکړي چې اسلام اباد د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د پاکستان په وړاندې د امریکا نوي دریځ ته خوشبیني څرګنده کړې او لیکلي یې دی چې د دی نوي سیاست دوام به پاکستان اړ کړي چې د افغانستان او سیمې په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا د لومړي ځل لپاره د پاکستان په وړاندې پر واقعیتونو ولاړ دریځ غوړه کړی دی چې اغېز به یې ډېر ژر راڅرګند شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې امریکا پاکستان ته خپلې مالي او پوځي مرستې چې شاوخوا یو میلیارډه ډالر وو، وځنډولې.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې دا مرستې به تر هغې بندې وي چې پاکستان د ترورېزم په وړاندې او په تېره بیا د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې چې ټوله سیمه یې بې ثباته کړې ده، اقدام ونه کړي.

XS
SM
MD
LG