د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

اروپایي ټولنې د کډوالو په برخه کې له افغان حکومت سره یو تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او اروپايي ټولنې د۱۳ میلیونو یورو په ارزښت درې اړخیز تړون لاسلیک کړ .

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د دغې نوې پروژې پر مټ به په هېواد کې بېرته راستنېدونکو او کورني بې ځایه شویو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو، کار موندنې او یوشمېر نور پروګرامونه پلي کړي.

سید حسین عالمي بلخي د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۳ مه» د دغه درې اړخیز تړون د لاسلیک پر مهال یوې ناستې ته وویل چې دا پروژه د اروپايي ټولنې د ۱۳ میلیونه یورو په مالي لګښت پلې کېږي.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

نوموړي وویل:

"هغه ولایتونه چې دغه پروژه پکې پلې کېږي،عبارت دي له بامیان، بدخشان، بلخ، تخار، نورستان، کندهار، لغمان، ننګرهار، هلمند، پروان، کونړ او کابل څخه چې په مجموعي ډول ۷ زره او دوه سوه کسان ترې ګټه اخلي چې ۶۰ فیصده نارینه او ۴۰ فیصده يې ښځې دي."

د کډوالو او بېرته راستنېدېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولای تر ۱۶ مې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ملګروملتونو سازمان خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

دا سازمان وايي، د دوی د معلوماتو له مخې به، د روان میلادي کال په اوږدو کې همداراز لږترلږه ۵۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شي چې په دې هېواد کې د بېړنیو مرستو لپاره اړتیا لا زیاتوي.

افغان کډوال
افغان کډوال

د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې یوازې په اکټوبر په میاشت کې د جګړو له امله ۳۶۰ زره کسان بې ‌کوره شوي دي.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې استازي موریس هوسن د چهارشنبې په ورځ په دغه ناسته کې له افغان کډوالو سره د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

ده وویل:

" دا د اروپايي ټولنې د مرستو یوه کوچنۍ برخه ده چې له افغان ګډوالو سره ترسره کېږي او موږ به په راتلونکي کې هم له کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو. "

په دغه ناسته کې بیا د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي له یادې پروژې هرکلی وکړ او خوښي يې څرګنده کړه چې یاده پروژه به ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG