د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د ترکیې بېلابېلو ښارونو کې د ناکامې کودتا په یاد لاریونونه کېږي


په ترکیه کې لسګونه زره کسانو د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای د ناکامې کودتا په یاد لاریون وکړ.

د استانبول یوې اوسېدونکې رمزیه وویل، که څه هم د ناکامې کودتا پر مهال د خلکو په مرګ‎ژوبلې خواشینې ده، خو خوشحاله په دې ده چې د کودتا مخه ونیول شوه.

نوموړې وايي:

"دا یو ډېر د خوښۍ حس دی. د ویلو لپاره توري نه‎لرم. موږ ډېر خپه یو، خو په عین حال کې خوښ هم چې موږ بریا خپله کړه."

د ملي یووالي لاریون په نوم د تُرکانو دا لاریون به چې د ناکامې کودتا د یادښت لپاره‌یې کوي نن هم دوام وکړي.

تمه ده زرګونه کسان په انقره او ځینو نورو لویو ښارونو کې سړکونو ته ووځي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای په ۱۵مه زرګونه ملکیان سړکونو ته ووتل او د هغو عسکرو مخه‌یې ونیوله چې د رجب طیب اردوغان د حکومت د نسکورولو تکل‌یې کړی و.

تر ناکامې کودتا وروسته چې د ۲۵۰ تنو په وژل کېدو او د شااوخوا دوه زره نورو په ټپي کېدو یې مخه ونیول شوه، حکومت ۵۰ زره کسان بندیان کړل.

د شمېرو له مخې د ترکیې حکومت چې اوس‌یې ولسمشر د قانون له مخې پراخ واکونه هم لري په ۵۰ زره بندیانو کې د ښوونځیو استادان، قاضیان، پولیس او اردو شامل دي.

څه باندې یو لک او لس زره کسان هم له دندو ایستل شوي دي.

وړمه ورځ هم د ترکیې حکومت د عامه خدماتو د برخې د کارکوونکو په ګډون اوو زره کسان چې په‎کې پولیس هم شامل و له دندو لیرې کړل.

د ترکیې حکومت له‎خوا د خلکو په بندیانولو او له دندو د هغوی په لیرې کولو نړیوالو تل تُند غبرګون ښودلی دی.

تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي کال ناکامې کودتا په مناسبت د ترکیې د خلکو مېړانه ستایلې، خو دغه هېواد ته‌یې ګواښ هم کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د ترکیې حکومت ته د ډموکراتیکو اصولو په ماتولو ګواښ شوی دی.

امریکا ګوت‎څنډنه کړې چې د ترکیې حکومت باید له زغمه کار واخلي، مخالفتونه تحمل کړي او غږونه سرکوب نه‎کړي.

د ناټو سکرټر جنرال بیا د جولای د ۱۵مې د ناکامې کودتا په نتیجه کې د خلکو د مرګ‎ژوبلې په اړه غمرازي ښودلې او ویلي یې دي چې د ناټو په هر یوه متحد هېواد کې د ډموکراتیک رژیم د نسکورولو هڅه د نه‌منلو وړ ده.

په ترکیه کې د جولای ۱۵مه عمومي رخصتي اعلان شوې ده او په دې ورځ عامه ټرانسپورټ هم خلک وړیا وړي.

د ترکیې حکومت په امریکا کې مېشت ترکی مذهبي فتح‌الله ګولېن د ناکامې کودتا اصلي طراح بولي.

خو فتح‌الله ګولېن بیا ویلي چې د دې کودتا تر شاه‌یې لاس نه‌درلود.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG