د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

امریکا پر شمالي کوریا د نويو بنديزونو لګولو وړانديز کړی


امریکا پر شمالي کوریا د نويو بنديزونو لګولو وړانديز کړی، خو په ملګرو ملتونو کې چې د کومو بنديزونو په اړه نن رأی ورکول کېږي، دومره سخت نه‎دي لکه په دې وروستيو کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې غوښتنه کوله.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د شمالي کوریا پر وړاندې د نويو وړانديز شويو بندیزونو په اړه رأی ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې امریکايي چارواکو په دې وروستيو کې د شمالي کوریا د تيلو پر ټولو وارداتو د بنديز لګولو او د دغه هېواد د حکومت د نړيوالو شتمنيو کنګل کولو غوښتنه کړې ده.

شمالي کوریا اوس‎مهال دوه میليونه بېرله تصفیه شوي تېل واردوي، خو تر بنديزونو وروسته دا اندازه ۵۰۰ بېرله ته ټيټېدای شي.

د دغو بنديزونو له پلي کېدو سره دوه نور هېوادونه هم اقتصادي ضربه لیدلای شي او هغه چين او روسيه دي.

چين د شمالي کوریا د تیلو شاوخوا بشپړه تقاضا پوره کوي او د شمالي کوریا شاوخوا ۳۵ زره کارګران په روسیه کې کار کوي. چين هم د شمالي کوریا د کارګرانو لپاره دغه ته ورته پروګرام لري.

د بنديزونو هدف دا دی چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو جوړولو د پروګرام مالي سرچينه بنده شي.

شمالي کوریا روان کال د وسلو یو شمېر تجربې وکړې چې په کتو يې څېړونکي وايي، دا هېواد د اټمي وسلو جوړولو ته ورنه‎ږدې شوی او دغه وسلې ښايي په نړۍ کې خپرې شي.

راپورونه وايي، د بنديزونو د وړانديز مسوده د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۱۵ غړو ته د پنجشنبې په ورځ ولېږل شوه.

دا څرګنده نه‎ده چې چين به څه رأی ورکړي، خو پخوا د شمالي کوریا پر وړاندې د نویو بنديزونو د وړانديز مسوده مخکې تر دې چې چين او امریکا ورباندې موافقه وکړي، د امنيت شورا نورو غړيو ته نه لېږل کېده.

که دا وړانديز ومنل شي، دا به له ۲۰۰۶میلادي کال راهيسې د شمالي کوریا د اټمي او ميزائيل پروګرام پر وړاندې لسم ځل بنديزونه وي.

XS
SM
MD
LG