د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

ټرمپ به نن دوشنبه د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتېژي اعلان کړي


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په خپله وینا کې د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتېژي اعلان کړي.

د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د متحده ایالاتو په نوې ملي امنیتي ستراتېژي کې د ولسمشر ټرمپ پر مشهوره پالېسۍ چې وايي په هر څه کې "لومړی امریکا" تمرکز شوی دی.

تمه ده چې ولسمشر ټرمپ به په دې وینا کې چې د کابل په وخت د شپې په ۱۱ نیمو بجو یې اوروي، چین د متحده ایالاتو سیال یا رقیب ونوموي او د اقتصادي یرغل تور پرې ولګوي.

ولسمشر ټرمپ که څه هم له دې مخکې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ ډېره ستاینه کوله، خو له پیکېنګه‌یې دا غوښتنه هم کوله چې پر خپل متحد شمالي کوریا د بالیسټیک توغندیو د ازموینو او د اټمي وسلو د پروګرام په خاطر فشار راوړي.

ښاغلي ټرمپ پر چین د غیر عادلانه تجارتي پالېسۍ تور هم لګاوه.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر یوه اوونۍ مخکې په یوه وینا کې وویل چې نوې امنیتي ستراتېژي به تر ډېره په بهر کې د امریکا د پوځي-اقتصادي پیاوړتیا، د چین او روسیې پر وړاندې د اقداماتو او د ایران او شمالي کوریا د اټمي پروګرامونو د محدودولو پر هڅو تمرکز وکړي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر

د امریکا امنیتي ستراتېژي چې پر مسوده‌یې پرون او وړمه ورځ هم کار روان وو، هغه رسمي دولتي اسناد دي چې د رونالډ رېګن له ولسمشرۍ په راوروسته موده کې د امریکا هر ولسمشر اکثراً د څلورو کلونو لپاره برابروي.

د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې یو چارواکي مایکل الن چې اوس‌مهال د بیکون په نوم د تحقیقاتي مرکز څيړونکی دی، فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د ملي امنیت ستراتېژي به د چین پر ضد د یو لړ اقتصادي اقداماتو د پیل په معنی وي.

د الن په وینا امنیتي ستراتېژي به دا اقتصادي اقدامات په حکومتي اسنادو کې ثبت کړي.

خو ځینو منتقدانو خبرداری ورکړی چې د چین په وړاندې هر راز سخت دریځ ښايي د نړۍ له دې ستر اقتصادي قدرت سره د یوې ویجاړوونکې تجارتي جګړې باعث شي.

د ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ویلي چې ولسمشر ښايي په خپله وینا کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما هغه اعلامیه هم باطله کړي چې اقلیمي بدلون د امریکا د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

XS
SM
MD
LG