د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

ټرمپ: رقیب هېوادونه د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره مخالفت لري


دامریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، متحده ایالات له روسيې، چین او نورو هېوادونو سره "فوق‌العاده مشارکت" غواړي، خو تل به د خپلو "ملي ګټو" ساتنه کوي او د امریکا ګټو ته به اولویت ورکوي.

ټرمپ پرون دوشنبه په واشنګټن کې د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ په اړه په وینا کې وویل:

"په دې ستراتېژۍ کې په پام کې نیول شوې چې که‌یې موږ خوښوو یا یې نه‌خوښوو، د رقابت په نوي عصر کې یوو. موږ دا منلې چې په ټوله نړۍ کې اوس د پوځي، اقتصادي او سیاسي پرمختګ رقابت روان دی. موږ له داسې سخت دریځو رژیمونو سره مخامخ یوو چې امریکا او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښوي. له داسې رقیبو قدرتونو سره مخامخ یوو، لکه روسیه او چین چې د امریکا ارزښتونو، قدرت او پانګې ته د چلنچ پېښولو هڅې کوي."

سپینې ماڼۍ پرون دوشنبه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر تر وینا مخکې، د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ متن خپور کړ.

په نوې ستراتېژۍ کې خبرداری ورکړل شوی چې د مسکو او پيکېنګ حکومتونه په نړۍ کې د داسې وضعیت د رامنځته کولو هڅې کوي چې د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره مخالفت لري.

په هغه سند کې راغلي:

"چین او روسیې هوډ کړی چې په نړۍ کې اقتصادي ازادۍ کمې او غیر منصفانه وي، خپل پوځي تشکیلات پراخ کړي، معلومات کنټرول کړي، د خپل واک زیاتولو او پر وګړو د واکمنۍ د ټینګې ساتلو لپاره معلومات خوندي وساتي."

خو ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه له واشنګټنه په وینا کې له مسکو سره د دوه اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه.

د چین او روسیې ولسمشران
د چین او روسیې ولسمشران

سپینې ماڼۍ او کرملېن روانه اوونۍ وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په پایله کې په سن پټرزبورګ کې د ترورېستي حملې مخنیوی شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ ډونالد ټرمپ ته ټيليفون کړی و او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي. ای. اې» له لوري د هغو استخباراتي معلوماتو د شریکولو لپاره‌یې له ټرمپ نه مننه وکړه چې په سن پټرزبورګ کې یې د ترورېستي حملو مخنیوی وکړ.

د روسیې حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د عراق او شام اسلامي دولت نومې یا داعش ۷ تنه وسله‌وال‌یې نیولي چې په سن پټرزبورګ کې یې د ترورېستي حملو پلان درلود او روسیې وویل چې حمله کوونکو ته له بهره لارښوونه کېده.

ټرمپ له ترورېزم سره د مبارزې د څرنګوالي، ایران او شمالي کوریا په ګډون په ډېرو مواردو کې د امریکا د مخکېني ولسمشر پر دریځ او کارونو انتقادونه وکړل.

هغه بیا د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې په اړه خپلې تندې خبرې تکرار کړې او ویې‌ویل چې د ملي امنیت لپاره یو مهم اصل به ریالیزم وي.

د امریکا ولسمشر وویل چې پاکستان باید له افراطي ډلو سره په مبارزه کې جدي شي او د شام او عراق د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف مبارزه‌يې وستایله.

XS
SM
MD
LG