د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

کندز، تخار او بدخشان کې تاجکستان خپلې سرحدي لارې د افغانانو پر مخ تړلي


د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د سیمه‎ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ چې له څلور ورځو راهیسې تاجکستان خپلې سرحدې لارې د افغانانو پرمخ تړلي چې غواړي نوموړي هېواد ته سفر وکړي، خو د سوداګریزو چارو په برخه کې کومه خاصه ستونزه نشته او د پخوا په شان واردات او صادرات جریان لري.

د افغانستان درې شمال ختیځ ولایتونه لکه کندز، تخار او بدخشان د ۱۲۰۶ کیلو متره په اوږوالۍ سره له تاجکستان سره سرحد لري.

کندز د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره نښلول شوي دي.

د دغه ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې له څلورو ورځو راهیسې تاجکستان خپل سرحد د افغانانو پر مخ تړلی او افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې نوموړي هېواد ته سفر وکړي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

"تر اوسه د دې موضوع عوامل معلوم نه‎دي چې ولې دغه سرحد تړل شوی، خو موږ دغه ستونزه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره او همدارنګه په کندز کې د یوناما دفتر سره شریک کړې چې په دې اړه له تاجکستان سره خبرې وکړي او دغه ستونزه هواره کړي."

په ورته وخت کې د دې ولایت په شېرخان بندر کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر سید مجتبی هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرېزو چارو په برخه کې کومه ستونزه نشته ده، خو یوازې افغانان نه‎شي کولای تاجکستان ته سفر وکړي.

سید مجتبی هاشمي
سید مجتبی هاشمي

دی وايي:

"د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد تړل شوی او خلکو ته اجازه نه ورکو کېږي چې تاجکستان ته ولاړ شي او حتي سوداګر هم نه‎شي کولای سفر وکړي او دغې مسئلې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږولي."

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا ځینې غړي، د تاجکستان د سرحد د بندېدلو علت د مخدره توکو د قاچاقبرانو له‎خوا د نوموړي هېواد د سرحدي ځواکونو د یو تن قوماندان وژل کېدل په ګوته کوي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني

د دې ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کوم معلومات چې موږ ترلاسه کړي، ویل کېږي چې څو ورځې وړاندې د تخار د چاه‎اب ولسوالۍ د سمتي سیمې څخه پورته د تاجکستان خاورې په ۵۰ کیلومټرۍ کې د نوموړي هېواد یو تن سرحدي قوماندان له دوه تنو سرتېرو سره په مرموز ډول وژل شوی دی."

  • تخار ولایت

خو د تخار امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه یې څه نه‎دي ویلي.

د تخار ولایت د ای خانم بندر له لارې له تاجکستان سره نښلول شوی دی.

د نوموړي ولایت د والي مرستیال احمد فرید ذکي ازادي راډيو ته وویل چې د نامعلومه عواملو له کبله له څلورو ورځو راهیسې تاجکستان د ای خانم بندر لاره د افغانانو پر مخ تړلې ده.

د تخار د والي مرستیال احمد فرید ذکي
د تخار د والي مرستیال احمد فرید ذکي

دی وايي:

"اوس مهال د ای خانم بندر له لارې افغانان نه‎شي کولای تاجکستان ته سفر وکړي، ځکه نوموړي هېواد خپل سرحد د افغانانو پرمخ تړلی، خو د بهرنیو اتباعو پر مخ خلاصه ده، همدارنګه د سوداګرېزو چارو په برخه کې هم کومه ستونزه نشته او د سوداګرېزو توکو واردات او صادرات دوام لري."

  • بدخشان ولایت

بدخشان د پنځو پلونو له لارې چې د امو سېند پر سر د دې ولایت په اشکاشم،واخان شغنان، نیسۍ او درواز ولسوالیو کې جوړ شوي دي، له تاجکستان سره نښلول شوي، خو بیا په دې ولایت کې هم د څه باندې ۱۵ ورځو راهیسې نوموړي هېواد خپلې سرحدي لارې د افغانو پر مخ تړلي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"څه باندې ۱۵ ورځې کېږې تاجکستان خپل سرحدي لارې په دې ولایت کې د خلکو پر وړاندې تړلي دي، خو افغان حکومت خپلې هلې ځلې پيل کړي څو ډېر ژر دغه سرحدي لارې بېرته خلاصې کړي."

خو په کندز کې یو شمېر افغان سوداګر بیا وايي چې باید د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له طریقه د تاجکستان حکومت سره خبرې وکړي او دغه ستونزه هواره کړي.

د یادونې وړ ده چې په کندز کې د موجوده ناامنیو له کبله له دوه کالو راهیسې تاجکستان خپله قونسلګرۍ په دغه ولایت کې تړلې ده، نو په همدې دلیل موږ هم ونه‎شو کولای چې د دغې ستونزې عوامل د نوموړي هېواد د قونسلګرۍ له چارواکو څخه وپوښتو.

کندز د شمال ختیځ ولایتونو بغلان، تخار او بدخشان زون دی همدارنګه د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره نښلول شوی دی او نوموړی بندر د افغانستان له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG