د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

علي احمد عثماني: یو شمېر بندونه ځانګړي دښمنان لري چې امنیت ته‌یې کمېټه جوړه شوې


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، بندونو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو د مخنیوي په هدف د بندونو د امنیت او مصؤنیت ځانګړې کمېټې خپل کار پيل او د ځینو بندونو څېړنه‌یې هم پیل کړې ده.

علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۷» د ولسي جرګې د بودجې د مصرف د څرنګوالي په استجوابیه غونډه کې وویل، د هېواد یو شمېر بندونه ځانته ځانګړي دښمنان لري چې دوی ورته د بندونو د امنیت لپاره د بهرنیو متخصصینو په ګډون ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

دی وايي:

"د هېواد په ځینو سیمو کې هر بند یو ځانګړی دښمن لري، موږ د بندونو د امنیت او مصونیت په نامه یوه کمېټه جوړه کړې، په دې کې درې تنه بهرني متخصصین هم استخدام شوي چې بندونه له کوم لوري زیانمن کېدای شي، اوسني او پخواني بندونه څېړي او ځینو بندونو ته‌یې سفرونه هم کړي دي."

ښاغلی عثماني زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت د کار پر مهال ۲ کارکوونکي وژل شوي، اته ټپيان دي او یو شمېر د وسله‎والو مخالفینو له لوري یرغمل شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې وسله‎والو مخالفینو د هرات پر سلما بند په وسله‎واله حمله کې ۱۰ افغان سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي وو.

بل‎خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د بندونو د امنیت موضوع د دوی په لومړیتوبونو کې ده او په هر قیمت چې کېږي امنیت به‌یې ساتي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د بندونو د امنیت او ساتنې موضوع‌يې په خپلو طرحو او پلانونو کې ځای پر ځای کړې او جدي یې نیسي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

دی وايي:

"دغه برخه موږ ته د اهمیت وړ ده، موږ په خپلو طرحو او پلانونو کې ورته ځای ورکړی. په ټول افغانستان کې د بندونو ساتنه او امنیت زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ده. په دې برخه کې موږ له ټول توانه کار اخلو، څو د بندونو ښه امنیت تأمین شي."

وکیلانو په استجوابیه غونډه کې دا انتقاد درلود چې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د ټیټ کاري ظرفیت له امله پراختیايي بودجه سمه نه‌مصرفېږي.

خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ځواب دا و چې سږ کال‌یې د تېرو کلونو په پرتله کارونه ښه او منظم مخ ته تللي دي.

علي احمد عثماني وايي چې دغه وزارت په ۱۳۹۶ کال کې ۶۴ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG