د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د کمال خان بند په تړون کې ستونزې هره میاشت ۱۷۵ میلیونه متر مکعب اوبه ضایع کوي


د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د پراختیايي پروژو په تړونونو کې علمي پروسیجر ته دقت نه‌کول، د هېواد ځینې پراختیايي پروژې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه وزارت خبرداری ورکوي چې د اوبو او برېښنا د پراختیایي پروژو په تړونونو کې دې، د تدارکاتو د قانون ټول مواد په شفاف ډول په پام کې ونیول شي که نه نو؟ د دغه وزارت په وینا د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې به، له ستونزو سره مخ وي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د افغانستان پراخیتايي پروژو ته د خصوصي سکټور د پانګو د جلبولو او د تدارکاتو د پروسیجر د اسانولو، په کلني کنفرانس کې وکړه.

ښاغلي عثماني وویل، د تدارکاتو د قانون موادو ته نه‌پاملرنه د دې لامل شوې چې د نیمروز ولایت د کمال خان د اوبو د بند د جوړولو چارې، له ستونزو سره مخ او هر کال د هېواد میلیونونه متر مکعب اوبه ضایع شي.

علي احمد عثماني
علي احمد عثماني

نوموړي زیاته کړه:

"په کمال خان کې موږ هره میاشت په اوسط ډول ۱۷۵ میلیونه متر مکعب اوبه له لاسه ورکوو، که د دغې کمپنۍ اسناد او مالي موضوع‌ګانې ارزول شوي وی، اوسني مسایل به په‌کې نه‌رامنځته کېدل."

د کمال خان د اوبو بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د هملند پر سیند جوړېږي.

د دغه بند د جوړولو لومړنۍ چارې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داود خان په واکمنۍ کې پیل شوې وې، خو په هېواد کې د پرله‌پسې جګړو له امله د دغې پروژې چارې، په بشپړ ډول ترسره نه‌شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې د کمال خان بند د درېیم فاز د جوړولو تړون د ۷۸ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت له یوې ترکۍ کمپنۍ سره شوی دی.

یاد بند د هلمند سیند پر اوبو جوړېږي.
یاد بند د هلمند سیند پر اوبو جوړېږي.

دا وزارت دا هم وايي چې پر یادې کمپنۍ یوې بلې کمپنۍ تور لګولی چې دغه ترکۍ کمپنۍ د کمال خان بند د جوړولو ظریف نه‌لري، له همدې امله د دغه بند د جوړولو چارې له ستونزو سره مخ شوي او پرېکړه شوې چې لګول شوي تورونه او د تورنې کمپنۍ ظرفیتونه وارزول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره وايي، د کمال خان بند د جوړولو چارې له یوې ترکۍ کمپنۍ سره، د تدارکاتو له قانون او وضع شویو پروسیجرونو له مخې په شفافه توګه ترسره شوي او یاده کمپنۍ د خپلو چارو په بشپړولو مکلفه ده.

د دغې ادارې د ستراتېژیکو اړیکو او د شفافیت د تأمینولو مسؤل محمد سهیل کاکړ، ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د تدارکاتو قانون د سیمې په کچه یو ښه او غوره قانون دی، تړون شوی او د چارو پلي کول په خپله د وزارت کار دی چې اوبه څنګه مدیریت کړي او څه چې تدارکاتو پورې اړه لري دا دي چې کمېسیون تصمیم نیولی، تړون شوی او پروژه باید پلې شي."

کونړ سیند
کونړ سیند

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د ولسمشر له حکم سره سم تصمیم نیول شوی د هېواد اوبه چې له ډېرې مودې راهیسې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، په ښه توګه مدیریت او د برېښنا د تولید بندونه پرې جوړ شي.

دغه وزارت دا هم وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا د بند د جوړولو د لومړۍ سروې د بشپړولو تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره هم شوی او وبه‌لیدل شي چې دغه چینايي کمپنۍ څه ډول طرحه وړاندې کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG