د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

روغتیا وزارت: کابو ۸۰ سلنه افغانان روغتیایي خدماتو ته لاس رسی لري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په کچه کابو ۸۰ سلنه افغانان لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاس رسی لري.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان نېږدې ۸۰ سلنه وګړي روغتیايي خدماتو څخه برخمن دي او دا رقم دوه کاله پخوا ۶۰ سلنو ته رسېده.

هغه وویل چې د تېرو دوه کلونو په ترڅ کې د ټولو هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونو په لېرو پرتو سیمو کې جوړ شوي دي چې همدا مهال اړینو کسانو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل:

"الحمد الله په تېرو دوو کلونو کې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ شوي چې په لېرو پرتو سیمو کې له ۷۵ نه تر ۸۰ سلنه افغانان په‎کې خپله درملنه کوي."

د عامې روغتیا وزیر وايي چې صحي خدماتو ته د خلکو د لاسي د زیاتوالي ترڅنګ لا هم سرطاني ناروغۍ د دې لامل شوي چې ډېری افغانان د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

ډاکټر فیروز الدین فیروز زیاته کړه:

"یو شمېر ناروغۍ لکه سرطان او نورې ناروغۍ ددې لامل شوي چې ډېری هېوادوال مو د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره بهر لاړ شي، خو په دې برخه کې په کابل او هم په حوزوي ولایتونو کې کار شوی او صحي مرکزونه به ورته جوړ شي."

د عامې روغتیا وزیر وايي چې افغانان هر کال ۳۰۰ میلیون ډالر له هېواده بهر د خپلو ناروغیو په درملنې لګوي.

د عامې روغتیا وزیر په بلخ ولایت کې د څلورو صحي مرکزونو د بنسټ ډبرې هم کېښودلې او ویې ویل چې د یادو مرکزونو په جوړېدو سره به لسګونه زره کسانو ته صحي خدمات وړاندې شي.

په‎دې څلورو مرکزونو کې یو هم د دارو د کیفیت د تعینولو مرکز و چې د ښار جوړونې وزارت له‎خوا یې مصرف ورکول کېږي او ټولیز لګښت یې ۹۴ میلیون افغانۍ برآورد شوی دی.

درې نور مرکزونه چې یو یې د واکسین د ساتنې مرکز، بل یې پولي کلینیک او بل یې هم د توبرکولوز ناروغۍ ۲۴ بستریز روغتون دی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او هندوستان او ترکیې هېوادونو په مالي لګښت جوړېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې څلورو روغتیايي مرکزونو کابو ۲ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG