د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

حیات: طالبانو ملکي استوګنځایونو ته د مخدره موادو د فابریکو د انتقال امر کړی


د هلمند والي وايي، د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې د هلمند د وسله والو طالبانو مشرانو د نشه يي موادو کاروباریانو ته امر کړی چې د هېروئینو د تولید کارخانې د ملکي خلکو استوګن ځایونو ته انتقال کړي.

حیات الله حیات وايي، وسله والو طالبانو هڅې پیل کړي چې په دې ولایت کې د مخدره موادو پر ضد د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ هوايي عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلی حیات وايي، د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې، د وسله وال طالبانو مشرانو په دې ولایت کې د مخدره موادو کاروباریانو ته امر کړی چې د هیروئینو د تولید کارخانې د ملکي خلکو استوګن ځایونو ته انتقال کړي، تر څو له هوايي بريدونو وژغورل شي.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"زموږ استخباراتي معلومات او د طالبانو د هدایاتو کاپیانې چې موږ ترلاسه کړي، ښې چې دوی د مخدره موادو ټولو کاروباریانو او هغو کسانو ته چې په دې کار کې ښکېل دي، دنده سپارلې چې کله د طیارو اواز واورئ، خپلې فابریکې دې بندې کړي او هڅه دې وکړي چې خپلې فابریکې ملکي سیمو ته نېږدې کړي، څو ملکي تلفات رامنځته شي او د عملیاتو مخه ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې له درېیو اوونیو راهیسې، د هلمند په کجکي، موسی کلا، واشېر او دیشو ولسوالیو کې د مخدره موادو د سترو کارخانو د ويجاړولو لپاره، د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ هوايي عملیات دوام لري.

د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو د واحدې قوماندې مشر جنرال لنس بونچ چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې له کابله د ویډیویي کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو او د مخدره موادو نورو کاروباریانو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

ښاغلي بونچ ویلي، وسله وال طالبان هر کالې له ۳ تر ۴ سوه ميلیونو امريکايي ډالرو عواید لري چې ۲ سوه ډالر یې یوازې د هیروئینو له تولید څخه ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند تامس ګرسپک د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند ولایت کې د افغان او امریکا نظامي ځواکونو د ګډو هوايي عملیاتو له پیله تر اوسه، د هیروئینو د تولید ۲۵ کارخانې له منځه وړل شوي او وسله والو طالبانو ته پکې ۸۰ ميلیونه امريکايي ډالر زیان اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پوهېږو چې وسله وال طالبان خپله نیمه برخه عواید د هیروئینو له تولید څخه ترلاسه کوي، د دغو عملیاتو له پیله تر اوسه د مخدره موادو د تولید ۲۵ لابراتوارونه له منځه تللي چې وسله والو طالبانو ته پکې ۸۰ ميلیونه ډالر زیان رسېدلی دی."

یو شمېر سیاسي کارپوهان هم په هلمند ولایت کې روان عملیات ګټور بولي او د دې عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت پخوانی وزیر او پوځي کارپوه جنرال خدایداد وايي چې روانو عملیاتو وسله والو طالبانو ته سخته ضربه ورکړې او دغه ډله یې له مالي پلوه کمزورې کړې ده.

د ده په وینا، دا اړتیا ليدل کېږي چې دا ډول عملیات پر هلمند ولايت سربېره په هغو ولایتونو کې هم ترسره شي چې د هېروئینو د تولید کارخانې پکې فعاليت لري.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG