د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د ارزګان چارواکي: ټول تړلي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، له شااوخوا درېیو میاشتو وروسته‌يې روغتیايي مرکزونو پرانیستل شول.

ولایتي چارواکي د روغتیايي مرکزونو د خلاصولو خبر پر داسې مهال رسنیو ته ورکوي چې شااوخوا درې میاشتې مخکې وسله‎والو طالبانو په دې هدف روغتیايي مرکزونه تړلي وو چې خلکو ته یوازې تش په نوم خدمات وړاندې کوي او دغه‌راز يې ویلي وو چې تر هغو به روغتیايي مرکزونه خلاص نه‎کړي، څو چې يې غوښتنې نه‎وي منل شوي او خلکو ته په سمه توګه صحي خدمات وړاندې نه‎کړل شي.

طالبانو سره د روغتیايي مرکزونو د پرانیستې مسئله د«AHDS» مؤسسې حل کړه.

وسله‎والو طالبانو همداراز ۱۰ ورځې وړاندې د «AHDS» مؤسسې دفتر هم په دې هدف وتاړه چې د دوی غوښتنې یې نه‎دي منلي.

د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان که څه هم دا ونه‌ویل چې وسله‎وال طالبان‌يې څنګه راضي کړل چې روغتیايي مرکزونو ته‌يې د فعالیت اجازه ورکړه، خو وايي چې په دغه ولایت کې ټول روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پر مخ خلاص شوي او په نورماله توګه‌يې فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له دې وروسته به یاده مؤسسه له پخوا په ښه کیفیت خدمات وړاندې کوي او هڅه به وکړي چې روغتیايي مرکزونه نور هم ډېر کړي.

د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان
د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان

ښاغلي پټان وویل:

"تاسو ته معلومه ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې وسله‎والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې پر خلکو ظلمونه کول او د ناروغانو پر مخ‌يې روغتیايي مرکزونه وتړل، خو له ډېرو هلو ځلو وروسته بېرته موږ روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پر مخ خلاص کړل چې د «AHDS» مؤسسې دا ستونزه حل کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان ولایت کې ۵۹ روغتیايي مرکزونه شته چې له ډلې يې ۵۰ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي.

له دې سره د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست هم دا مني، خو وايي چې د روغتیايي مرکزونو د خلاصون په برخه کې د وسله‎والو طالبانو ۸۰ سلنه غوښتنې منل شوي او پاتې نور به‌يې هم ومنل شي.

د ارزګان مرکز
د ارزګان مرکز

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا د ځايي ادارې مسؤل ډاکتر خان اغا میاخېل ازادي راډيو ته وویل:

"زه نن د ارزګان ولایت خلکو ته زېری ورکوم چې موږ له وسله‎والو طالبانو سره خپله ستونزه حل کړې او روغتیايي مرکزونه مو بېرته پرانیستي، ځکه مرکزي ادارې د هغوی ۸۰ سلنه غوښتنې منلي او موږ به ډېر ژر خپل خدمات پیل کړو."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده چې خلک‌يې له روغتیايي خدماتو، ښوونې او روزنې او پرمختیايي پروژو څخه بې‌برخې دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG