د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

"د روغتیا وزیرې سناتورانو ته د قناعت وړ ځوابونه ورنه کړل"


د مشرانو جرګه
د مشرانو جرګه
د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسون د عامې روغتیا د وزیرې خبرې د قناعت وړ ونه بللې او ویې ویل چې باید تر راتلونکې یوې اوونۍ د دې کمیسیون ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د عامې روغتیا وزیره د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د شکایتونو د آوریدو کمیسیون ته ور بلل شوې وه؛ د دې کمیسیون غړو وویل، چې هیله لري، ثریا دلیل په راتلونکې غونډه کې د دوی ټولو پوښتنو او اندیښنو ته ځواب ووایي.

د شکایتونو آوریدو د کمیسیون مشر ډاکټر زلمي زابلي څرګنده کړه؛ چې د عامې روغتیا له وزیرې ډیرشکایتونه موجود دي.

"له بده مرغه چې وزیر صاحبې زموږ پوښتنو ته چې یوویشت موارد وو؛ سم ځوابونه ورنه کړل په یوه کې یې هم موږ ته قناعت رانه کړ.

ډیر کله په خپل سر خلک په دندو ګماري، حتې ډیر کسان دوه نیم کاله د سرپرست په توګه ساتي.

دا اوس موږ څلور پنځه داسې روغتونونه لرو ودانۍ یې جوړې شوي؛ خو له بده مرغه چې وزیر صاحبه یې د نامعلومو دلایلو له امله نه پرانیزي."


په دې غونډه کې د عامې روغتیا په وزیرې داسې انتقادونه هم وشول؛ چې هغې د دې وزارت یو شمېر رییسان پرته له کوم دلیله له دندې ګوښه کړي دي.

داسې انتقادونه هم موجود وو، چې د عامې روغتیا په وزارت کې ځینو رییسانو او مسوولینو ته لوړې تنخواوې ورکول کیږي.

خو د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل چې د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسون پوښتنو ته یې ځواب ورکاوه؛ وویل، چې ټول کارونه یې د قانون په رڼا او د دې وزارت د پرمختګ لپاره کړي دي.

"ما د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر نادر نوري ته وویل؛ چې ته د درې میاشتو لپاره په ارزګان کې کار وکړه او د ارزګان د عامې روغتیا رییس دې د درې میاشتو لپاره په پکتیا کې کار وکړي، دلته موږ ته کار مهم دی او دواړه دریم درجه ولایتونه دي.

خو د پکتیا د عامې روغتیا رییس ارزګان ته لاړه نه او د قانون له مخې منفکي ته برابر شو او له دندې لیرې شو افغانستان ټول افغانستان دی."


میرمن دلیل دا ومنله، چې د هغې پخوانۍ ویاند دا مهال په ترکیه کې د افغانستان روغتیایي اتشه دی؛ خو دا یې رد کړه، چې ګواکې هغه په ترکیه کې د ماسټرۍ د ترلاسه کولو لپاره په زدو کړو هم بوخت دی.

د عامې روغتیا په وزارت داسې انتقادونه هم وشول، چې په یو شمېر ولایتونو کې یې خپلو کارکوونکو ته له تیرو نهو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي؛ خو د عامې روغتیا وزارت په دې هکله بې خبري وښوده.

د عامې روغتیا د وزیرې ترڅنګ په نورو وزیرانو هم د ملي شورا له خوا انتقادونه شته چې ګوندې خپل خپلوان یې په خپلو وزارتونو کې په مهمو دندو ګمارلي.

دغه راز ویل کیږي، چې په وزارتونو کې یوشمیر کسان د ولسمشرد مرستیالان، بیلا بیلو ډلو، د ملي شورا د یوشمیر غړو او پخوانیو جهادي مشرانو په سپارښتنو هم ټاکل کیږي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG