د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ولسي جرګه: حکومت له اعتیاد سره د مبارزې ځانګړې پالېسي نه‌لري


د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د افغان حکومت اړوند ارګانونه د اعتیاد پر وړاندې یوه واحده او ځانګړې پالېسي نه‌لري.

ولسي جرګې د دغې ستونزې د هواري او د عواملو د پیدا کولو په هدف د کورنیو چارو، عامې روغتیا او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیران استجواب کړي و.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې د دوشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله انتقاد وکړ چې حکومت له اعتیاد سره د مبارزې په برخه کې واحده او ځانګړې پالېسي نه‌لري.

غفاري: له اعتیاد سره د مبارزې لپاره یوه مشخصه او ځانګړې پالېسي نه‌ده موجوده.
غفاري: له اعتیاد سره د مبارزې لپاره یوه مشخصه او ځانګړې پالېسي نه‌ده موجوده.

​ښاغلی غفاري وايي:

"له اعتیاد سره د مبارزې لپاره یوه مشخصه او ځانګړې پالېسي نه‌ده موجوده، داسې پالېسي چې ټول اړوند ارګانونه له اعتیاد سره د مبارزې او د هغې د مخینوي لپاره پرې عمل وکړي ظاهراً نه‌ده موجوده."

یاده جرګه وايي، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې کمېسیون دې له اړوندو وزارتونو او ارګانونو سره په دې برخه کې کار وکړي​.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د سروې له مخې په افغانستان کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر له درېیو میلیونو اوړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

په دې وروستیو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی
په دې وروستیو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر زیات شوی

وکیلان وايي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې په مخدره موادو باندې د روږدو کسانو شمېر کې زیاتوالي راځي.

حبیبه سادات وايي، که په مخدره موادو د روږدو کسانو غم پر خپل وخت ونه‌خوړل شي، نو بشري ناورین به رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روږدو کسانو تعداد دومره زیات شوی چې سړکونه، لارې او خرابه ځایونو کې یې موږ په سترګو وینو، پوډر په علنی ډول څکول کېږي، په دې برخه کې د عامې روغتیا، کورنیو چارو او له مخدر موادو سره د مبارزې وزاتونو څه کړي دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د وکیلانو له پوښتنو وروسته وویل چې له زابل، ارزګان او نورستان پرته‌یې په ټولو ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۱۹ بستر لرونکي روغتونونه جوړ کړي.

فیروزالدین فیروز وايي، بې‌کاري او مخدره موادو ته اسان لاسرسی هغه عوامل دي چې له درملنې وروسته ۶۰ سلنه کسان بېرته مخدره موادو ته مخه کوي.

فیروز: ۶۰ سلنه تداوي شويو ناروغانو بېرته اعتیاد ته مخه کړې.
فیروز: ۶۰ سلنه تداوي شويو ناروغانو بېرته اعتیاد ته مخه کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"اصلي ریښې یې باید پیدا شي، موږ د ناروغانو درملنه کړې او په دې برخه کې تبلیغ کوو، وروسته مو لیدلي چې ۶۰ سلنه درمل شوي ناروغانو بېرته اعتیاد ته مخه کړې ده چې دا یوه جدي او عمده ستونزه ده."

بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر چې د دوشنبې په ورځ‌یې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت پياوړې اراده لري چې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي.

تاج محمد جاهد زیاته کړه چې په دې برخه کې د دوی امکانات د پخوا په پرتله کم شوي، خو بیا هم هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وازرت وايي، په روان لمریز کال کې د کوکنارو په کښت کې د تېر کال په پرتله ۱۰سلنه او د مخدره موادو په تولید کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG