د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

فرهنګي فعالان: د غزني تاریخي اثار د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي


د غزني ولایت فرهنګي فعالان او ځوانان پر دولت تور پوري کوي چې د غزني فرهنګي او تاریخي اثار يې له پامه غورځولي چې زیاتره يې د له منځه تلو په حال کې دي.

د دوی له ډلې یو هم فرهنګي فعال عبدالعلي فقیري دی چې وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې اوس زیات شمېر تاریخي اثار او ابدات چې په سلهاوو کلونه تاریخ لري د دولت د بېغورۍ له کبله اوس لمنځه تللي او یا هم د له منځه تلو په حال کې دي.

نوموړی وايي، که دغه اثارو ته توجو ورته وه نشي نو پاتې به هم تخریب شي.

د غزني یوه تاریخي ابده.
د غزني یوه تاریخي ابده.

ښاغلی فقیري وايي:

"د غزني ولایت یو شمېر تاریخي اثار په مرکز اولسواليو کې ورغول شوه، خو په خواشنۍ سره باید و وایم چې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې لا اوس هم یو شمېر تاریخي اثار چې باید ورغول شي نه دي رغول شوي چې ښه مثال ګوتي بیګم ده چې په جغتو ولسوالۍ کې ده چې ۷۰۰کاله تاریخ لري او بل د امان الله خان ماڼۍ ده چې په مقر ولسوالۍ کې قرار لري چې اوس د لمنځه تلو په حال کې ده او دغه راز په اندړ او ده یک ولسواليو کې او په مرکز کې هم تاریخي اثار شته چې د ورته برخلیک سره مخامخ دي."

دغه فرهنګي فعالان وايي چې نه یوازې دغلته تاریخي اثار د تخریب په حال کې دي بلکې یو شمېر زورواکو په ښکاره ډول غصب کړي او دغه راز د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې نړول کېږي خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.

د دغه فرهنګي فعالانو له ډلې اسدالله جلالزي ازادي راډيو ته داسې وویل:

د غزني یوه تاریخي سیمه.
د غزني یوه تاریخي سیمه.

"په غزني ولایت کې زیات شمېر تاریخي سیمې او تاریخي ابدې او اثار اوس زورواکو خپل شخي ملکیتونه ګرځولي دي او نړوي يې."

د غزني ولایت ځايي خلک د تاریخي اثار په اړه دغه اندېښنې په داسې حال کې ښيي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابېږي چې زیات شمېر يې په جګړو کې هم له منځه تللي دي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ځايي اداره د دغه فرهنګي فعالانو خبرې پر ځای بولي چې یو شمېر تاریخي ابدات او ثار د لمنځه تلو په حال کې دي خو دانه مني چې زور واکو غصب کړي وي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مسؤل بشیر محمدي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه د غزني ولایت د فرهنګي فعالانو دغه خبرې دائیدوم چې د غزني ولایت یو شمېر تاریخي اثار او ابدې روغولو ته اړتیا لري، خو موږ په تېرو څو کلنو کې شااوخوا ۳۲تاریخي اثار او ابدې رغولي دي، خو یو شمېر لاهم نه دي رغول شوي، خو موږ د هغوی سروې کړې او تاسو به ووینۍ چې ډېر ژر به یې د رغولو چارې پیل شي او بل داچې دوی وايي، دغلته تاریخي ابدات او اثار زور واکو غصب کړي وي دا زه نه منم، خو هغه په اوسني حکومت کې نه دي غصب شوي بلکې هغه له دي مخکې حکومتونو کې غصب شوي."

په غزني ولایت کې شااوخوا ۳۰۰ تاریخي اثار شتون لري چې د تېرو ۱۶کلنو په درشل کې یوازې ۳۲تاریخي اثار رغول شوي چې فعالان يې تش په نوم رغول بولي.

غزني د افغانستان د اسلامي تمدن پلازمېنه او د اولیاوو کور یادېږي او نه یوازې داچې په کور د ننه مشهور دی او مینه وال لري بلکې د هېواد نه بهر هم ښه نوم لري.

غزني ۱۸ولسوالۍ لري چې د ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، وردګ، لوګر او بامیانو ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د یادونې وړه ده چې نه یوازې په غزني کې بلکې په دي ورستویو کې په ټول افغانستان کې د روانې جګړې له کبله زیات شمېر تاریخي اثار د لمنځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG