د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

دنیا: محقق د افغانستان د ملي امنیت شورا له غریتوبه بې‌برخې شو


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره بحثونه د افغانستان د ملي امنیت شورا څخه د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د غړیتوب لغوه کولو او د ولسي جرګې له‌خوا ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رأيې ورکولو ته ځانګړې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د ځینو باوري سرچینو په حواله لیکلي دي چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د ملي امنیت شورا له غریتوبه بې‌برخې شو، حال دا چې د ارګ ماڼۍ ویلي دي چې په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

ورځپاڼې وړاندې د دغو سرچینو په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی لیکلي دي چې د شوې پرېکړې له مخې به محقق د ده د څرګندونو په اړه د څېړنو تر پای ته رسېدو پورې د امنیت شورا په غونډو کې برخه نه‌شي اخیستلی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د محقق په اړه دا پرېکړه په داسې حال کې شوي چې نوموړی د ځینو مسایلو په اړه د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره د خبرو په هدف ترکیې ته تللی دی.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې پرته له دې چې د امنیت شورا نه د محقق د غړیتوب ځنډولو ته کومه اشاره وکړي پر حکومت انتقاد کړی دی چې له اشخاصو سره توپیري چلند کوي.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو په اړه او د لويې جرګې په پلوۍ د ځینو کسانو د څرګندونو په وړاندې د حکومت اقدام ته په کتو لیکلي دي چې حکومت دوی د خپلو څرګندونو له کبله له دندو ګوښه کړي، خو د محقق د څرګندونو په اړه چې ارګ او سپېدار دواړه‌یې د ملي ګټو پر خلاف بولي، د ده شخصي نظر بولي.

د ورځپاڼې په وینا د حکومتونو په اړه دا رښتیا ده چې یوه سترګه‌یې ړنده وي او بله‌یې روغه او خپل بحث‌یې د ګلنار بېګم د یوی سندرې د یو بیت په ذکر سره پای ته رسولی چې ویلي دي، چا ته زولنې او د چا د غاړې هار شي دغه زلفې زما.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې دننه د محقق د څرګندونو په اړه چې په‌کې په سوریه او عراق کې جنګېدونکي افغانان ستایل شوي دي، د انتقادونو لړۍ لا هم روانه ده او له امنیت شورا څخه د ده د غړیتوب ځنډول هم د دې لړۍ په ترڅ کې د یوې پریکړې له مخې شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په تهران کې د ایران د حکومت له‌خوا د بیداري اسلامي په نوم په جوړ شوي کنفرانس کې د محقق څرګندونې غیر مسؤلانه او د هېواد د ملي ګټو په خلاف وې او همدا لامل دی چې د ده د څرګندونو په اړه د انتقادونو لړۍ لا پای ته نه‌ده رسېدلې.

ورځپاڼو پاتې بحثونه تر ډېره د ولسي جرګې له‌خوا د کابینې ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رأيې ورکولو ته ځانګړې کړې دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې له‌خوا نوماند وزیرانو ته د باور رأيې د ورکولو په اړه په خپله تبصره کې ټینګار کړی دی چې د یو مقام او منصب اخیستل امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت دی.

ورځپاڼه لیکي:

ولسي جرګې پرون د کابینې نوماند غړو ته د باور رأيې د ورکولو لپاره د رأيې صندوقونه کېښودل چې ۱۱یې بریالي او یوازې یو نوماند یې رد کړ.

ورځپاڼه وړاندې د ولسي جرګې د مشر دا غوښتنه راخیستې چې ویلي دي، حکومت باید پاتې نوماندان هم معرفي کړي څو په ادارو کې د سرپرستۍ دود پای ته ورسېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا وزیران په داسې حال کې د باور رأيې اخلي چې هېواد او خلک له سختو ورځو د تېرېدو په حال کې دی او دوی باید په مسؤلانه توګه خپل کارونه ترسره کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا نوماند وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رأيې بهیر ته په اشارې لیکلي دي چې ولسي جرګې په دغه بهیر کې زن ستیزي کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم پرون د ولسي جرګې له‌خوا ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رأيې ورکولو د سرپرستۍ ستونزه پای ته ورسوله، خو په دې ترڅ کې ولسي جرګې د خلکو د تمې په خلاف د کابینې یوازنۍ نوماندې ښځې ته د باور رأيه ورنه‌کړه.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا کار د ښځو په وړاندې د تبعیضي سیاست برخه ده.

ځکه د ورځپاڼې په وینا دا نومانده نه‌یوازې دا چې یوه ښځه وه، له نورو څخه‌یې هېڅ هم کم نه‌وو او دا ممکنه وه چې جرګه ورته د باور رأيه ورکړي، خو د تمې خلاف ولسي جرګې په دې برخه کې بې‌عدالتي وکړه.

د دې ترڅنګ سرخط او دنیا ورځپاڼو هم د ښځینه نوماندې وزیرې په وړاندې د ولسي جرګې پر چلند انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG