د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ماليې وزارت: حکومت پریکړه کړې چې افغانستان کې باید د تیلو بیې راټیټي شي


د افغانستان د ماليې وزارت وايي، حکومت پریکړه کړې چې په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیې راټیټیدو ته په پام، په افغانستان کې هم باید د تیلو بیې راټیټي شي.

د ماليې وزارت وايي، د حکومت له‎خوا د تیلو په بیو او په واردوونکو یې په ګمرکي تعرفو کې سل په سلو کې کمی راوستل او نورو هېوادونو ته د ګازو پر صادرول بندېزونه لګول، هغه اقدامات دي چې د تیلو د بیو د لوړوالي په برخه کې به د تیلو د ټولو مصرف کوونکو شکاتیونه له‎منځه یوسي.

دا خبرې د مالېې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب‎الله وردګ د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

ښاغلي وردګ وویل، په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو د بیو راټیټېدو ته په کتو، حکومت هم پریکړه وکړه چې په هېواد کې باید د تیلو بیې راټیټې شي.

دی وايي:

"شپږ کاله مخکې د وخت حکومت د یوه ټن تیلو بیه ۶۰۰ ډالره ټاکلې وه، اوس یې یو ټن له ۶۰۰ ډالرو نه ۴۵۰ ته راټیټ کړل. د نفتي موادو ګمرکي تعرفه ۱۲ فیصده وه چې شپږ فیصدو ته راټیټه شوه، نو کله چې ۲۵ فیصده ګمرکي بیه او سل فیصده ګمرکي تعرفه ټیټه شي، پر مارکیټ به ډېر اغېز وکړي."

د مالیې وزارت مرستیال دا هم وویل چې په روان ژمي کې به افغانستان ته وارد شوي ګاز، نورو هېوادونو ته صادر نه شي او د دې ترڅنګ به هېواد ته د «ای ۸۰» پټرول چې پخوا یې پر واردېدو بندیزونه لګول شوي وو، هم وارد شي او وروسته له دې به حکومت د خصوصي سکتور په مشوره، د نفتو او ګازو ضرورتونه څېړي او تړونونه به د پیردونکي او پلورونکي دولتونو ترمنځ کېږي.

په جوړې شوې خبري ناسته کې د افغانستان د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم وویل، د دوی له‎خوا هم د نفتو او ګازو د حق الخدمت په بیو کې کمی راوستل شوی دی.

د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم
د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم

دی وايي:

"د نفتو موادو تصدۍ چې د حق الخدمت په نامه یې «۱،۸۲» فیصده اخېسته د کابینې د پریکړې له مخې اوس دغه حق الخدمت «۰،۶۰» فیصدو ته راټیت شو چې په تورید او د نفتي موادو پر بیو به اثر وکړي."

دا په داسې حال کې ده په تېرو څو کلونو د تیلو او ګازو مصرفوونکو تل د دغو موادو له کموالي او د بیو له لوړوالي شکایتونه کړي دي.

د ماليې وزارت وايي، د اقتصاد د بازار د اصولو په پام کې نیولو سره به پر خصوصي سکتور څار ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي چې په دغې خبري ناسته کې حاضر و، د نفتو ګازو د بیو او پر واردوونکو د ګمرکي تعرفو د راټیټولو هرکلی وکړ او دغه اقدام یې د خلکو او د تولیدي فابریکو په ګټه وباله.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG