د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

سایر ځلاند: ورزشي ادارې له خبریالانو سره لازمه همکاري نه کوي


د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون وايي، ورزشي ادارې د ورزش د ودې لپاره له خبریالانو سره لازمه مرسته نه کوي.

د ورزشي خبریالانو د فدراسیون رئیس له ورزشي ادارو وغوښتل چې په دغه هېواد کې د ورزش د ودې په هدف له خبریالانو سره لازمه همکاري وکړي.

سایر ځلاند د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» په کابل کې د ورزشي خبریالانو دوهم کانګرس ته په وینا کې وویل چې ورزش د افغانستان ویاړ دی خو په رسنیزه برخه کې ورته کمه پاملرنه شوې ده:

سایر ځلاند
سایر ځلاند

"افغانستان په ورزش کې یو تازه دمه هېواد دی، په ورزشي خبریالۍ کې بیا بیخي تازه دی، موږ لا په دې برخه کې نبوغ ته نه یو رسېدلي چې پوره معیاري خبریالي وکړو، نو ځکه موږ سره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده."

ښاغلی ځلاند وايي، په ولایتونو او مرکز کابل کې ورزشي خبریالان د اړوندو ادارو له نه همغږۍ شکایتونه لري چې دوی به یې تر دې وروسته تر دولتي چارواکو ورسوي.

خو د افغانستان د المپیک ملي کمېټه بیا له ورزشي خبریالانو سره د نه همکارۍ خبره ردوي.

د دغې کمېټې د خپرونو د څانګې مسؤله عاطفې محبوبي ازادي راډیو ته وویل، دوی تل له رسنیو او ورزشي خبریالانو سره همکار پاتې شوي، خو په خبره یې، د ورزشي خبریالانو ګډون د دوی په پروګرامونو کې کم رنګه دی.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل فعالیت پیل او په همدغه کال کې یې د ورزشي خبریالانو د نړیوال سازمان غړیتوب هم خپل کړ.

د فدراسیون د غړیو په باور دوی په بېلابېلو ورزشي برخو کې د خبریالانو د روزلو او مسلکي کولو هڅه کوي او په همدې هدف یې په لسګونه خبریالان جذب کړي دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، بیا یادې غونډې ته په خبرو کې خلکو ته د افغان لوبغاړو د بریاوو، ستونزو او حل لارو په رسولو کې د خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل، پکار ده چې له دوی سره پوره همکاري وشي.

ښاغلی مسلمیار وايي، د افغانستان ورزش کله کله تر سیاسي فشار لاندې وي، خو خبریالان او بې طرفه هڅې کولای شي دې هر څه ته سم لوری ورکړي:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"ورزش او د ورزش ادارې کله کله سیاسي شي او د سیاسیونو قرباني شي، ورزش مو تر خاورو لاندې شي، ورزشي اتلوالۍ مو په قومي او سمتي ټبرونو وویشل شي، داسې ډېرې نمونې شته، خو که د ورزش مسؤلین تعهد وسپاري، موږ د سنا مجلس به د دوی په وړاندې د هر ډول سیاسي فشار دفاع وکړو."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا له ورزشي خبریالانو سره د هر ډول مرستې ژمنه کوي، خو سپارښتنه کوي چې ورزشي خبریالان دې د افغانستان دودیزو لوبو ته هم کار وکړي.

د یاد وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات غونډې ته په خبرو کې وویل، د افغانستان ځينې پخوانۍ لوبې مخ په ورکېدو دي چې ورزشي خبریالان یې په خپل کار او هڅو سره ژغورلی او بیا را ژوندۍ کولی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG