د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د سوريې د اپوزسيون ډلې، له رژيم سره د سولې تازه مذاکرې کوي


د سوريې د اپوزسيون ډلې هغه موافقه اعلان کړه چې له مخې يې په جنيوا کې د سولې خبرو ته خپل متحد هيئت لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې د ۶ کلنې کورنۍ جګړې د پاى ته رسولو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې زياتې شوې دي.

د سوريې د اپوزسيون ډلې دغه اعلان نن جمعه سهار د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه وکړ، دا علان د سعودي عربستان په نوښت د هغې غونډې په دوهمه ورځ وشو چې په رياض کې جوړه شوې وه.

د رياض په غونډه کې د اپوزسيون شااوخوا ١٤٠ استازو مخکې تر دې چې د پنجشنبې په ورځ د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له رژيم سره مخامخ خبرې وکړي، برخه اخېستې وه.

په پام کې ده چې د سوريې په باب د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې مذاکرې په جنيوا کې راتلونکې اوونۍ وشي.

د سوريې د کورنۍ جګړې د پاى ته رسولو لپاره په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب، د سولې مخکنۍ خبرې له ناکامۍ سره مخامخې شوې دي.

له ٢٠١١میلادي کال راهيسې په دې جګړه کې تر درې لکه او ٣٠ زرو ډېر کسان وژل شوي او په ميليونونو نور، بېځايه شوي دي.

د جنيوا په خبرو کې د برخې اخېستو اعلان د سوريې د اپوزسيون غړې مېرمن بسمه قضماني وکړه.

هغې وويل، د سوريې د لانجې په اړه به نورې خبرېنن جمعه وشي، څو د اپوزسيون د استازو نومونه او شمېر نهايي شي.

په دغو خبرو کې به د مذاکرو عالي کمېټې لپاره ٥٠ کسان وټاکل شي چې نن به د هيئت تشکيل نهايي کړي.

د سوريې د اپوزسيون پر ډلو سخت فشارونه دي، څو له خپلو ځينو ډېرو شديدو غوښتنو تېر شي.

له اپوزسيون ډلو دا غوښتنه وروسته له هغې وشوه چې د سوريې رژيم د روسيې په ملاتړ په پوځي ډګر ځينې برياوې ترلاسه کړې او ويل کېږي چې دې مسئلې د سوريې د رژيم دريځ قوي کړى دى.

د سوريې د اپوزسيون وياند احمد رمضان روېټرز اژانس ته وويل، د سوريې اپوزسيون دا پيغام ورکړ چې تيار دى په سوريه کې د سياسي انتقال لپاره جدي او مستقيمو خبرو ته کيني.

د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې د خبرو منځګړى سټيفن ډيميسټورا چې د جنيوا د خبرو د نوي پړاو لپاره چمتووالى نيسي، په پام کې لري چې نن جمعه مسکو ته سفر وکړي چې هلته د سوريې پر وضعيت له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.

لوېديځو او عرب هېوادونو له څو کلونو راهيسې د اپوزسيون د دې غوښتنې ملاتړ کړى چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد له واکه لېرې شي.

خو له کله چې روسيې د اسد د حکومت په ملاتړ د سوريې په جګړه کې برخه واخېسته، دا ډېره واضح شوې چې د اسد مخالفين د جنګ په ډګر کې د بريا پر لورې نه دي روان.

XS
SM
MD
LG