د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

یوناما په ملي پروسو کې د افغان مېرمنو پر کمې ونډې انتقاد وکړ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له افغان مېرمنو سره د مشورتي ناستو په دوام وايي چې د پخوا په پرتله په ملي پروسو کې د افغان مېرمنو ونډه کمه شوې ده.

د ښځو په برخه کې د دغه دفتر مشرې ربکا ریکمان توارس"Rebecca Reichmann Tavares" د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» د ښځو یوې مشورتي غونډې ته وویل، حکومت باید په ملي پروسو کې د مېرمنو د مهمې ونډې لپاره ټول امکانات برابر کړي.

د اغلې توارس په خبره ټولنیز محدویتونه، زده‎کړو او عامه ځایونو ته د مېرمنو کم لاسرسی او په ټوله کې نا امنیو د مېرمنو مخه ډب کړې ده.

نوموړې وویل:

"ټولنیز محدویتونه د دې لامل شوي چې مېرمنې تحرک ونه‎لري او همداراز زده‎کړو ته نه‌لاسرسی بله ستونزه ده، موږ په افغانستان کې یوازې ۱۷ فیصده با سواده مېرمنې لرو او همداراز په هېواد کې ۶۳ فیصده مېرمنې رسمي اسناد نه‎لري چې دا ټول په ملي پروسو او په ځانګړي توګه په انتخاباتو کې د مېرمنو د ګډون پر وړاندې لویې ننګونې دي."

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي چې هغه هم په دغې ناسته کې ګډون کړی وو، په ملي پروسو او په ځانګړې توګه په انتخاباتو کې د مېرمنو پر فعاله ونډې ټینګار وکړ.

تدامیچي یاماموتو همداراز وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې باید د مېرمنو د بشپړې ونډې د ډاډمن کېدو لپاره جدي ګامونه پورته شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځینې افغان مېرمنو هم تل په حکومت په ملي پروسو کې دوی ته د فعاله ونډې د نه‌ورکړې له کبله انتقادونه کړي دي.

جمهوري ریاست بیا دا نه‌مني چې ګواکې په ملي پروسو کې افغان مېرمنو ته لازمه ونډه نه‎ده ورکړل شوې.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټول هغه خنډونه چې د مېرمنو د مشارکت پر وړاندې موجود دي، د افغانستان حکومت هغه لیرې کوي او دوی ته د دې زمینه برابروي چې په ټولو چارو کې فعاله ونډه ولري."

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او مدني فعاله مریم بارکزۍ بیا د ښځو پر وړاندې د موجوده ستونزو د نه‌حل د ملامتۍ ګوته تر ډېره حکومت او د یوناما په ګډون اړوند بنسټونو ته نیسي.

د اغلې بارکزۍ په خبره د حکومت له هغو ادعاو سره سره چې په ملي پروسو کې به افغان مېرمنو ته فعاله ونډه ورکوي بیا هم ورځ تر بلې د مېرمنو ونډه کمېږي چې ښه بېلګه‌يې د یوناما تازه اندېښنې دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG