د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

روغتیا وزارت "د ژوند او کورني تعلیماتو" کتابونه پوهنې وزارت ته ورکړل


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت «د ژوند او کورني تعلیماتو» کتابونه د پوهنې وزارت ته وسپارل.

د ښه ژوند مهارتونه، لومړنۍ مرستې، مخدره مواد، ساري ناروغۍ، د انسان بیولوژي، اروا پوهنه، واکسین، خوارځواکي او پاکوالی هغه مسایل دي چې د کورني تعلیماتو په کتابونو کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له پوهنې وزارت سره د يوې هوکړې له مخې «د ژوند او کورني تعلیماتو» کتابونه چمتو او د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰» د دغه وزارت چارواکو ته وسپارل.

د یاد وزارت د پالېسۍ مرستیال احمد جان نعیم د دغو کتابونو د سپارلو پر مهال وویل چې د افغانستان د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې د دغو کتابونو په شاملېدو سره به، د کورنیو په روغتیا کې د پام وړ بدلون راشي.

ښاغلی نعیم وایي:

"ماشومان د ټولنې يوه لویه کتله جوړوي چې روغتیا یې زموږ لپاره ډېره مهمه ده، ځکه له يوې خوا دوی باید خپل درسونه په ښه توګه زده کړي او له بلې‌خوا دوی خپلې روغتیا او سلامتۍ ته هم متوجې وي او کولای شي چې روغتیايي موضوعات خپلو کورنیو ته انتقال کړي."

ښاغلي نعیم دغه‌شان وویل، د پوهنې وزارت سره د شوې هوکړې له مخې، دغه کتابونه له څلورم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې تدرېسېږي او د ده په خبره، د کورنیو د سلامتیا ضامن به وي.

دغه کتابونه د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو د صندق په مالي او تخنیکي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت له‌خوا چمتو شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د پالېسۍ مرستیال وايي، له دې وړاندې هم روغتیايي موضوعات په ښوونځيو کې په تیت او پرک ډول تدریس کېدل، خو د دغو کتابونو په تدریس سره به، د زده‌کوونکو د پوهاوي کچه لوړه او له دې لارې به د کورنیو او د ټولنې له نورو وګړو سره معلومات شریک کړي.

له دې وړاندې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني ویلي وو چې د افغانستان د عامې روغتیا او د پوهنې وزارتونه باید ځوانانو ته د بلوغ د دورې په اړه پوهاوی ورکړي.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

په هغه وخت کې د افغانستان د پوهنې او عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ژمنه کړې وه چې په نویو روغتیايي کتابونو کې به دا او نورو روغتیايي موضوعاتو ته ځای ورکوي.

بل‌خوا د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب مرستیال اسدالله محقق چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، په تعلیمي نصاب کې «د ژوند او کورني تعلیماتو» د کتابونو شاملېدل ګټور وبلل.

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"نن هغوی له څلورم ټولګي تر ۱۲ ټولګي پورې دغه کتابونه چمتو کړي او پوهنې وزارت ته‌يې سپاري. زه ډاډ ورکوم چې له دغو کتابونو به تر ډېره ګټه اخیستل کېږي، دغو کتابونو ته به نه‌يوازې دا چې په تعلیمي نصاب کې ځای ورکوو، د ښوونکو د تدریسي کتابونو په توګه هم ګټه ترې اخلو او په کتابخانو به‌يې هم ووېشو."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د روغتیايي کمېسيون غړې طیبه زاهدي وايي، په ښوونځیو کې د دغو کتابونو تدریس به د ماشومانو او کورنیو د روغتيايي وضعیت په ښه‌والي د پام وړ اغېز وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG