د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه


د ملګرو ملتو ودانۍ-نیویارک
د ملګرو ملتو ودانۍ-نیویارک

د ملګرو امنیت شورا پر قطر د اسراییل د سې شنبې د ورځې مساله څیړي. دیپلوماتانو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه نن د سپتبمر ۹ مه د نیویارک په وخت د ماسپښین درې بجې پلان شوې ده.

دا بیړنۍ غونډه په داسې وخت کې پلان شوې ده چې پرون د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه د اسراییل د الوتکو تر برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل،‌ قطر په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو په برخه کې خورا مثبت رول لوبولی. ګوتیریش زیاته کړه چې دی د قطر د حاکمیت او د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې سرغړونه په کلکه غندي.

بل لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د حماس ډلې په مشرتابه د اسرائیل برید "د تاسف وړ " بللی، خو په ورته وخت کې یې ویلي چې دا حمله ممکن د "سولې لپاره فرصت" را منځ ته کړي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې اسراییل ده ته له دې حملې وار له مخه خبر نه و ورکړی. نوموړي د امریکا د یوه متحد پرضد له دې بریده نارضایتي څرګنده کړه او خبریالانو ته یې وویل چې دی له ټول وضعیته خوښ نه دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وایي چې د متحدو ایالتونو پوځ ولسمشر ټرمپ ته د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خبر ورکړ چې د اسرائیل له لوري برید روان و، او ولسمشر ټرمپ سمدستي ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف ته امر وکړ چې قطریان له ممکنه برید څخه خبر کړي او هغه همداسې وکړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې له برید ورسته ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره هم خبرې وکړې.

کارولین لیویت وویل: نتنیاهو ولسمشر ټرمپ ته وویل چې غواړي سمدستي سوله وکړي. د اغلې لیویت په وینا ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې دا د تاسف وړ پېښه کولی شي د سولې لپاره یو فرصت شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د قطر له امیر او صدراعظم سره هم خبرې وکړې او له متحدو ایالتونو سره د هغوی د ملاتړ او ملګرتیا په خاطر یې مننه ترې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا ډول پېښه به بیا تکرار نشي.

اروپایي ټولنې هم په دوحه کې د اسراییل برید غندلی او هغه یې د نړیوال قانون او د قطر د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده. د اروپایي ټولنې په باور دا ډول بریدونه په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو خطر زیاتوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کایا کلا د سې شنبې په ماښام په یوه بیان کې وویل، بروکسل له خپل "ستراتېژيک ملګري" قطر سره خپل "بشپړ پیوستون" څرګندوي.

حماس وايي، په دوحه کې د اسراییلو بريد د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی خو وايی د خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.

حماس په يوه اعلاميه کې ويلي، اسرایيلو د دوحې بريد کې غوښتل چې د دوی د مذاکراتي ټيم مشران په نښه کړي خو وايي په دې بريد کې نه دی بريالی شوی.

حماس ټينګار کړی چې په دوحه کې د اسرایيلو بريد به په غزه کې د اوربند لپاره د دې ډلې غوښتنې بدلې نه کړي.

د تېرکال په جنورۍ او جولای میاشتو کې په بیروت او تهران کې د صالح العاروری او اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، دا لومړی برید دی چې اسراییل له فلسطیني خاورې د باندې د حماس مشران په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG