په دوحه باندې د اسرائیلو پروني هوايي برید ته د غبرګونونو په دوام کې ، د طالبانو حکومت تیره شپه وویل چې اسرائیلو په دې برید سره منل شوي سیاسي او نړیوال نورمونه ترپښو لاندې کړل.
د طالبانو سیاسي دفتر له ۲۰۱۰ کال راهیسې په قطر کې فعالیت کوي، او امریکا سره د دې ډلې د سولې خبرې اترې هم هلته ترسره شوې .
پاکستان هم په قطر باندې د اسراییلو برید غندلی دی.
صدراعظم شهباز شریف خپله ایکسپاڼه کې دا برید "په بشپړه توګه غیر موجه " او یوه "خطرناکه پارونه" بللې ده.
د چین بهرنیو چارو وزارت هم وویل چې پیکنګ د اسرائیلو لخوا د قطر په ځمکنۍ بشپړتیا باندې د تیري په کلکه مخالفت کوي.
ددغه وزارت ویاند لین جیان نن چهارشنبې وویل چې چین دیته ژوره اندیښنه لري چې دا برید کیدای شي وضعیت نورهم کړکیچن کړي.
بلخوا روسیې ویلي دي چې په قطر باندې د اسرائیلو برید د ملګرو ملتونو د منشور څخه ښکاره سرغړونه ده.
خو په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر، ډاني ډانون، نن وویل چې اسرائیل قطر نه، بلکې د حماس ډله په نښه کړې.
حماس د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا یوترهګر سازمان ګڼل کیږي.
د اسرائیل سفیر له برید دفاع وکړه، او وویل چې دا یوه "مناسبه پریکړه" وه چې اسراییلو په خپلواکه توګه کړې.