د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د کابل امنیه قومانداني: د کابل د لب جر سیمې په انتحاري حمله کې ۹ تنه وژل شوي


د کابل پولیس وايي، د خیرخانې مېنې په ځان وژونکې حمله کې نهه کسان وژل شوي دي.

د کابل پولیس وايي، یوه برید کوونکي چې انتحاري واسکټ‌یې اغوستی و او غوښتل‌یې چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۵» له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه د لب جر په سیمه کې د قصر نوین هوټل ته ننوځي، امنیتي ځواکونو پېژندلی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، کله چې ځان وژونکی وپېژندل شو، د چاودېدونکو موادو ډک واسکټ‌ ته‌يې چاودنه ورکړه.

په کابل کې د نن پنجشنې انتحاري حملې د پېښې ځای.
په کابل کې د نن پنجشنې انتحاري حملې د پېښې ځای.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

"په خواښینۍ سره چې د زړورو پولیسو ۷ منسوبین شهیدان او ۷ ټپیان شول، ۲ ملکي کسان شهیدان او ۳ ټپیان دي، د کابل پولیسو ځانونه قربان کړل او وتوانېدل چې د خلکو دفاع وکړي او دښمن ته‌یې وخت ورنه‌کړ چې هوټل ته دننه شي."

عیني شاهدان وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کابل ښار د لب جر په سیمه کې د قصر نوین په هوټل کې، د بلخ د والي عطا محمد نور یو شمېر پلویان راټول شوي وو.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسؤل محمد اسماعیل کاووسي وايي، د لومړیو راپورونو له مخې تر اوسه په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

د ده په خبره ټپیان د کابل امبولانس په ذریعه د کابل ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

که څه هم امنیتي ځواکونو تل د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره د تدابیرو خبرې کړي، خو بیا هم کابل ښاریان کله کله د داسې پیښو شاهدان وي.

عیني شاهدان وايي، د تلفاتو شمېر تر دې ډېر دی چې پولیس‌یې وايي.

د کابل د نننۍ انتحاري حملې سیمه.
د کابل د نننۍ انتحاري حملې سیمه.

د عیني شاهدانو له ډلې متین ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې چاودنه وشوه، خلک خواره واره شول، موږ مخکې ولاړ وو او ښیښې راباندې راتویې شوې، له چاودنې وروسته د ډزو اوازونه شول."

د عیني شاهدانو په خبره دا یوه پوښتنه ده چې ځان وژونکی څنګه د هوټل تر دروازې رسېدلی دي.

دوی وایي، امنیتي بنسټونه باید د پېښې په اړه زیاتې څېړني وکړي.

وسله‌والو طالبانو د دغې پېښې پړه په غاړه نه‌ده اخیستې.

و ورځې مخکې دوو ځان وژونکو په کابل کې د شمشاد پر ټلوېزیون حمله وکړه چې د پولیسو د معلوماتو له مخې، یو امنیتي ساتونکی په‌کې ووژل شو.

وسله‌وال شمشاد ټلوېزیون ته څه ډول ننوتل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

راپور: خان محمد سیند

پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار د لب جر سیمې په انتحاري حمله کې ۷ پولیس او دوه ملکیان وژل شوي او ۷ پولیس او درې ملکیان ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې دغه حمله په دوی پورې اړه نه‌لري.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د کابل ښار د لب جر سیمې په انتحاري حمله کې ۷ پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د کابل ښار د لب جر سیمې په چاودنه کې ۶ پولس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور پولیس ټپيان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د لب جر په سیمه کې انتحاري حمله شوې ده.

ښاغلی رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې یو انتحاري حمله کوونکي وروسته له هغې ځان ته چاودنه ورکړه چې په یاده سیمه کې یې د قصر نوین په نوم یوه هوټل ته د ننوتلو هڅه کوله او د پولیسو له‌خوا وپېژندل شو.

په دغه هوټل کې نن پنجشنبه د بلخ د والي عطا محمد نور د فعالیتونو د ستاینې په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه.

یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې د ټولي د قوماندان په شمول شپږ پولیس وژل شوي دي.

دی وايي چې په دغې پېښه کې ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه‌یې څه نه‌وايي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د لب جر سیمې چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې تر دا مهاله د چاودنې نوعیت معلوم نه‌دی، خو زیاته‌یې کړه چې پلټنې روانې دي.

  • پخواني معلومات

څو شېبې وړاندې د کابل ښار لب جر سیمه کې چاودنه شوې ده.

له سیمې نه عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې تر چاودنې وروسته څو موټرو اور اخیستی او مرګ ژوبله هم لري.

تر دا مهاله د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG