د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د روغتیا وزارت: په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان له شکر ناروغۍ ځورېږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نومبر ۱۴مه چې د شکر پر ضد د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د "ښځې او شکر" په نوم ولمانځله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه، نا مناسب خواړه، غوړي، د فزیکي حرکتونو نه‌کول، د وزن زیاتوالی او د نشه‎يي توکو کارول ګڼي.

د ښځې او شکر تر عنوان لاندې په دغو مراسمو کې چې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۳» په کابل کې جوړ شوي وو، مسؤلینو د شکر د ناروغۍ پر وړاندې پر مبارزې او د مخنیوي پر لارو چارو ټینګار وکړ.

د دغه وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل ډاکتر سید حبیب اروال رسنیو ته وویل، شکر یوه خطرناکه ناروغي ده او په هېواد کې څه باندې یو لک کسان له دغې ناروغۍ رنځېږي.

نوموړي وویل:

"په خواشینۍ سره، په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د شکر ناروغي شته او د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې پروګرامونه جوړېږي. په افغانستان کې څه باندې یو لک کسان په دغې ناروغۍ اخته دي. کومه سروې چې په ۲۰۱۲ کې شوې، ښيي چې هر کال ۲۰ زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه کېږي."

ښاغلی اروال وايي، د افغانستان نارینه او ښځې په مساوي توګه په دغې ناروغۍ اخته دي، له همدې امله سږ کال دغه ورځ د ښځې او شکر په نوم نومول شوې ده.

د عامې روغتیا د وزارت مسؤلین وايي، د کابل او ځینو ولایتونو په روغتونونو کې د یادې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه موجود دي او لا هڅې کېږي چې خلکو ته ښه خدمتونه ورسوي.

د دغه وزارت مسؤلینو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ویلي وو چې شکر ناروغي د لسګونه زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی او لا پسې خپرېږي.

د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم ویلي وو چې شکر یوه غیر ساري ناروغي ده او په افغانستان کې د ۳،۷ فیصدو د مړینې لامل ګڼل کېږي.

د «ډبلیو، اېچ، او» یا د غیر ساري ناروغیو د نړیوال سازمان مسؤلې ډاکترې سوپریا د شکر د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، په افغانستان د شکر ناروغۍ درملنې ته لازم پام نه‌کېږي او په کار ده چې په اړه‌یې موثر اقدامات وشي.

اغلې سوپریا زیاته کړه:

"په افغانستان کې د شکر د ناروغۍ درملنې ته زیاته پاملرنه نه‌کېږي. په دې برخه کې د خصوصي سکټور ونډه مهمه ده، کله چې عامه خدمتونه د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه‌شي ویلی، موږ په دې برخه کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوو."

د طب ډاکتران وايي، شکر یوه پټه ناروغي ده او د وخت په تېرېدو سره زړه، سترګې، پښتورګي او عصبي ريښې زیانمنوي.

د دوی په خبره، که له دغې ناروغۍ سره بې‌پروايي وشي او د درملنې لپاره‌یې پر وخت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونه‌شي، د نابینايۍ، د پښتورګو د بې‌کاره کېدو، مغزي سکتې او د بدن د ځینو غړو د پرې کېدو خطرونه‌یې موجود دي.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د یادې ناروغۍ د ښې درملنې لپاره هڅې روانې دي او په پام کې لري چې د کنټرول او درملنې لپاره‌یې روغتیايي مرکزونه زیات کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG