د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ټرمپ د امریکا او روسیې د ښو اړیکو د جوړولو لپاره له خپلو هڅو دفاع کړې


ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو د جوړولو لپاره له خپلو هڅو دفاع کړې ده.

ښاغلی ټرمپ چې اسیا ته د سفر په ترڅ کې پرون په ویتنام کې و او نن د فلیپین پلازمېنې مانیلا ته ورسیدو، پر ټولو هغو کسانو چې د ده په وینا ناپوهان دي او کرکه پالي او له روسیې په تېره له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ښو اړیکو لپاره د ده پر هلوځلو انتقادونه کوي، لفظي حمله وکړه او پر خپله ټوېټرپاڼه په څو پیغامونو کې یې لیکلي، له روسیې سره د ښو اړیکو جوړول ښه کار دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي چې روسیه د اوکراین، شمالي کوریا، سوریې او د ترورېزم د اړوندو ستونزو په هواري کې ډېره مرسته کولای شي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي، کله چې د کرکې او ناپوهۍ پرده لېرې شي، نو خلک به پوه شي چي له روسیې سره د ښو اړیکو لرل بده خبره نه، بلکې ښه خبره ده.

ټرمپ لیکي چې دی غواړي، د شمالي کوریا، سوریې، اوکراین او د ترورېزم ستونزې حل کړي او روسیه کولای شي، په دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي، د جعلي خبرونو خپروونکې رسنۍ باید دا په یاد ولري چې هیلري کلینټن د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه له متحدوایالاتو سره د روسیې د دوستۍ غوښتنه کړې وه او پخواني ولسمشر بارک اوباما هم همدا هڅه کړې وه، خو له پوتین سره یې د اړیکو جذابیت د ده په وینا، صفر و.

ولسمشر ټرمپ پر خپله توېټر پاڼه په یو جلا پیغام کې لیکلي، چین موافقه کړې ده چې پر شمالي کوریا به د اټمي وسلو د پروګرام په خاطر بندیزونه لا سختوي.

ډونالد ټرمپ او شي جین پینګ
ډونالد ټرمپ او شي جین پینګ

ښاغلي ټرمپ لیکلي، ولسمشر شي جین پینګ ورته ویلي چې چین نه غواړي شمالي کوریا اټمي پروګرام ولري او په دې برخه کې د ده په وینا، پرمختګ هم شوی.

ټرمپ لیکلي، ښاغلي شي ورته ویلي چې هېواد به یې پر شمالي کوریا بندیزونه زیات کړي.

ښاغلي ترمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د هغې وینا په ځواب کې چې دی یې یو زوړ لیونی بللی و، پر خپله ټوېټر پاڼه په پیغام کې لیکلي "ما کله هغه ته لنډ چاغ سړی ویلي چې هغه ما زوړ سړی بولي."

XS
SM
MD
LG