د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ټرمپ: د سوریې په اړه شوی توافق به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سوریې د بحران د حل موافقه به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

ټرمپ پرون شنبه په ویتنام کې د اسیا پاسيفیک د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

د دغه سازمان د مشرانو غونډه د ویتنام په تفریحي ښار دنانګ کې جوړه شوې وه.

ډونالد ټرمپ له غونډې وروسته، د ویتنام پلازمېنې هانوي ته د پرواز پرمهال، خبریالانوته وویل چې له ولسمشر پوتین سره ژر موافقه وشوه او د هغه په وینا چې "په بې ساري ډول زیات خلک به ورسره وژغورل شي."

د سوريې د وضعیت په اړه، د ولسمشرانو ټرمپ او پوتین د موافقې جزیات په هغه ګډبیان کې راغلي چې پرون شنبه د کرملین پر ویبپاڼه خپور شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ټرمپ سره خپل ګډبیان "فوق العاده مهم" بللی چې د هغه په وینا، له ترورېزم سره د مبارزې اصول په کې تائيد شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې موافقه اسانه نه وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین په دنانګ کې تر سرمشريزي وروسته خبریالانو ته وویل:

"د سوريې په اړه په خبرو کې زما په نظر دا مهمه ده چې موږ د هغه هېواد د خاورې بشپړتیا ته په درناوي سلا شوو،موافقه وشوه چې هلته به له ترورېزم سره تر مبارزې وروسته، کله چې د ترورېزم ګواښ له منځه ولاړ شي،د ملګروملتونو تر چتر لاندې د سیاسي حل پر لور حرکت وکړو."

د ټرمپ او پوتین په ګډبیان کې راغلي چې روسیه او امریکا پر دې چې د سوریې بحران له پوځي لارې نه شي حل کېدلای، سلا شوي دي.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې تر درې لکه زیات وګړي په کې وژل شوي او ميلیونونه بې کوره شوي دي.

سپینې ماڼۍ د روانې اوونۍ په پېل کې وویل چې ټرمپ او پوتین د دوه په دوه کتنې لپاره وخت نه لري، خو دواړو ولسمشرانو د نومبر په ۱۰ مه په ویتنام کې د ماسخوتن د ډوډۍ خوړلو پرمهال سره وکتل او لنډې خبرې یې وکړې.

د روسیې ولسمشر وویل چې د دواړو په مهال وېش کې د دې ځای نه و چې دوه په دوه سره وګوري.

د امریکا ولسمشر له روسیې سره د خپل هېواد د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي يې دي چې که روسیه د شمالي کوریا د لانجې په حل کې له امریکا سره د چین په څېر مرسته وکړي، ستونزه به ډېر ژر خلاصه شي.

د روسیې ولسمشر ویلي، د مسکو او واشنګټن د اختلافي مسایلو د حل لپاره چې امنیت، اقتصاد او پراختیايي پروژې په کې شاملېږي، د حکومتونو د مشرانو او نورو دولتي چارواکو خبرو او کتنو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG