د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

دفاع وزارت د ناټو هغه پرېکړه وستایله چې افغانستان ته نور سرتېري لېږي


د افغانستان دفاع وزارت د ناټو د دفاع وزیرانو د هغې پریکړې هرکلی وکړی چې ټاکل شوې افغانستان ته درې زره سرتېري واستوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه سرتېري به کمانډو، هوايي ځواکونه او د عامه نظم او سرحدي پولیس چې تازه له دفاع وزارت سره یوځای شوي؛ وروزي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د ناټو غړي هېوادونه او د امریکا متحده ایالات نوي سرتېري رالېږي، دا زموږ لپاره ځکه اړین دي چې د کومانډیو قول اردو، سرحدي، نظم عامه پولیس او هوايي ځواکونه ښوونې، روزنې، تقویې او بیارغونې ته اړتیا لري، نو ځکه دغو سرتېرو ته اړتیا لیدل کېږي."

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور سرتېري لېږي.

دا په داسې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په میاشت کې اعلان کړی و چې شاوخوا څلور زره سرتېري افغانستان ته استوي څو له وسله والو طالبانو سره مبارزه وکړي.

په دې ډول به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر چې تر ډېره د افغان ځواکونو د ښوونې او سلاو مشورو ماموریت پرمخ وړي له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته زیات شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي د ناټو دغه پریکړه پرځای بولي او وايي چې افغان ځواکونه باید د ناټو ښوونې نصاب مطابق وروزل شي.

د دغه کمېسیون غړي حاجي سخي مشواڼي ازادي راډيو ته وویل، د ښوونې ترڅنګ افغان ځواکونو سلاو مشور او تجهیز ته هم اړتیا لري.

نوموړی وايي:

"دا چې افغان ځواکونو په یو سخت او بهرني جګړه کې راښکېل دي، نو پرمختللې ښوونې او روزنې او همدا شان تجهیز ته اړتیا لري، ناټو باید افغان ځواکونو له روزنې سره په پرمختللیو وسلو سمبال کړي."

ښاغلی مشواڼی زیاتوي، دا به ښه وي چې د ډېرو بهرني روزونکو راتګ او دروند مالي لګښت پرځای یو شمېر افغان ځوانان په بهر کې پوځي زده کړې وکړي او بیا په خپل هېواد کې افغان سرتیرو ته روزنه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG